د ناروې د کډوالو شورا مشر: هیله‌مند یم ښځینه کارکوونکې بېرته خپلو دندو ته وګرځي

د ناروې د کډوالو شورا (NRC) مشر یان ایګلنډ سلام‌وطندار ته وايي چې د ا.ا چارواکو سره تر لیدنې وروسته هیله‌مندی دی چې د یاد بنسټ ښځینه کارکوونکې بېرته خپلو دندو ته وروګرځي.

یان ایګلنډ پرون چهارشنبه د غبرګولي درېیمه افغانستان ته د خپل سفر پر مهال کندهار کې د ا.ا له چارواکو سره لیدلي دي.

لوګر کې د کتابونو او لرغونو اثارو نندارتون جوړ شو

د لوګر د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مرکز پل‌علم کې د کتابونو او لرغونو اثارو یو ورځنی نندارتون جوړ شو.

د لوګر د اطلاعاتو او فرهنګ رییس رفېع‌الله صمیم سلام‌وطندار ته وویل، جوړ شوي نندارتون کې یې زرګونه ټوکه دیني، اسلامي، ادبي، اقتصادي او معلوماتي کتابونه او لسګونه قلمه تاریخي اثار نندارې ته وړاندې کړي. نوموړي د دغه نندارتون موخه ټولنه کې د کتاب مطالعې ته د ځوانانو رابلل او د لرغونو اثارو پېژندل دي.

د پاکستان له زندانونو ۶۶ افغان بندیان خوشې شوي

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت مسوولان وايي چې د پاکستان د سِند ایالت له زندانونو د ماشومانو په ګډون ۶۶ نور افغان بندیان خوشې شوې دي.

د یاد وزارت د ویاند مرستیال ضیااحمد تکل نن پنج‌شنبه د غبرګولي څلورمه پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي چې دغه افغان بندیان پاکستان کې د افغان سفارت او کراچۍ ښار کې د افغانستان د قونسلګرۍ په هلو ځلو خوشې ازاد شوي دي.

غور کې د دوو جلا پېښو پر مهال دوو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی

د غور امنیتي چارواکي وايي چې دغه ولایت کې د دوو جلا پېښو پر مهال د یوې ښځې په ګډون دوو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

دواړه پېښې د یاد ولایت په تیورې او دولتیار ولسوالیو کې رامنځته شوي دي. د تیورې ولسوالي کې ناپېژنده وسله‌والو یو کس وژلی او دولتیار ولسوالي کې بیا یوې نجلۍ ځان‌وژنه کړې ده.

کندوز کې کروندګرو د مېوه‌لرونکو باغونو جوړولو ته مخه کړې

تجارتي باغونه د بڼوالۍ هغه بڼه ده چې په وروستیو کې ګڼ‌شمېر کروندګرو ورته مخه کړې او له دې لارې د خپل ژوند اړتیاوې برابروي.

دغه کروندګر زیاتوي چې د سوداګريزو باغونو جوړول پانګه او د باغدارۍ په سېسټم کې پوهاوی غواړي او له همدې کبله له دولتي چارواکو او مرستندويه بنسټونو څخه د ورته باغونو په جوړولو کې د همکارۍ غوښتنه کوي.

کندهار کې د اوبو ژورې څاه ته یو ماشوم لوېدلی او مړ شوی

د کندهار محلي مسوولان وايي چې د دغه ولایت په شاه‌ولي‌ کوټ ولسوالي کې د اوبو ژورې څاه ته لوېدلی ماشوم مړ شوی دی.

د کندهار د والي ویاند حاجي احمد عزیزي سلام‌وطندار ته ویلي چي نن چهارشنبه د غبرګولي درېیمه شاه‌ولي‌کوټ ولسوالي اړوند «لغړو» کلي کي د عبدالرحمن په نوم ۹کلن ماشوم د اوبو ۳۰ متره ژورې څاه ته لوېدلی و چې له څاه څخه تر رااېستلو وروسته مړ شوی دی.

کابل کې زرګران: له یوې میاشتې راهیسې مو کاروبار ښه شوی

کابل ښار کې یوشمېر زرګران وايي چې له تېرې یوې میاشتې راهیسې یې کاروبار خوړېدلی او د پلور کچه یې شاوخوا ۴۰سلنه زیاته شوې ده.

د کابل ښار «ده‌افغانانو» سیمه کې د سرو زرو پلورونکي عبدالفتاح سلام‌وطندار ته وویل، د وروستیو ورځو پر مهال یې پېرودونکي زیات شوي او د ورځې نږدې ۸۰۰ ګرامه سره‌زر پلوري.

هرات کې د «لاجورد لارې» دویم څلور ورځنی نندارتون پرانېستل شو

هرات کې د «لاجورد لارې» په نوم د کورنیو تولیداتو او لاسي صنایعو دویم څلور ورځنۍ نندارتون نن چهارشنبه د غبرګولي درېیمه پرانېستل شو چې څلور ورځې به دوام ولري.

د لاجورد لارې دغه دویم نندارتون هرات کې کورنیو تولیداتو سره د خلکو اشنا کولو او د کورنیو تولیدونکو او صنعت‌کارانو د کاروبار ودې په موخه جوړ شوی دی.

له بلغاریا څخه د ۱۸ افغانانو جسدونه هېواد ته راولېږدول شول

د بهرنیو چارو وزارت وايي چې له بلغاریا څخه یې د هغو ۱۸ افغانانو جسدونه هېواد ته راانتقال کړي چې اروپا ته د تلو په تکل د یاد هېواد پلازمېنې صوفیا کې په یوه کانټینر کې مړه موندل شوي وو.

دغو کسانو د روان میلادي کال د فبرورۍ په ۱۷مه نېټه په یوه کانټینر کې د هوا کمښت له کبله خپل ژوند له لاسه ورکړی و.

میدان‌وردګ کې سېلابونو خلکو ته درانه مالي زیانونه اړولي

د میدان‌ورګ د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ریاست مسوولان وایي، پرون سه‌شنبه د سختو اورښتونو امله د دغه ولایت یوشمېر سیمو کې سېلابونه راوتلي چې د هستوګنیزو کورونو سربېره یې کرنیزو ځمکو ته هم زیانونه اړولي دي. پرون سه‌شنبه غور کې هم د اورښتونو له امله سېلابونه راوتلي و چې پر مهال یې شپږو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د پوهنتون د وروستي کال زده‌کړیالان له فراغت وروسته وزګارتیا ته اندېښمن دي

یوشمېر هغه زده‌کړیالان چې سږ کال فارغېږي وايي، تمه نه لري چې له فراغت وروسته به ځان ته کار ومومي. دوی له مسوولانو غواړي چې د کار اسانتیاوې ورته برابرې کړي.
د کابل د يوه خصوصي پوهنتون زده‌کړیال محمداصف وايي، څو مياشتې وروسته به د لېسانس دوره بشپړه کړي، خو اندېښمن دی چې کار به ونه مومي او بې‌برخلیکه به پاتې شي.

ګرمسېر کې د څښاک اوبو کمښت؛ ګڼ‌شمېر کورنۍ خپلو مېنو پرېښودو ته اړ شوي

د هلمند ګرمسېر ولسوالي اوسېدونکي وايي چې د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی نه‌لري چې له کبله یې له ګڼو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.

د یادې ولسوالي د صفار سیمې اوسېدونکی حاجي محمداکبر سلام‌وطندار ته وايي، سیمه کې سلګونه کورنۍ مېشتې دي چې د څښاک اوبه نه‌لري او هره ورځ یې کوچنیان د اوبو راوړلو لپاره لرو سیمو ته ځي.