Asset 1SWN

د اختر شپو او ورځو کې د کابل امنیت لپاره ۱۰زره سرتیري ګومارل شوي

merlin_200292573_a79c4edb-4843-4320-a12a-e7338048689e-superJumbo

د «۳۱۳ مرکزي» قول‌اردو مرستیال امین‌الله طیب له سلام‌وطندار سره په ځانګړې مرکه کې ویلي چې د اختر شپو او ورځو کې د مرکزي زون په ځانګړې توګه د کابل امنیت خوندیتوب لپاره یې ۱۰زره سرتیري ګومارلي دي.

د ۳۱۳ مرکزي قول‌اردو مرستیال زیاته کړې، که څه هم د ا.ا په واکمنېدو سره هېواد کې امنیت ټينګ شوی، خو په وینا یې، بیا هم هڅه کوي چې د اختر شپو او ورځو کې هېڅ امنیتي پېښه رامنځته نه‌شي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

هغه وویل: «د امنیتي تدابیرو لپاره چې د ذي‌الحجې له لومړۍ تراوسه چې دوه ورځې اختر ته پاتې دي، د کابل ټولو سیمو او ښار دننه، د دفاع، کورنیو چارو وزارتونو او استخباراتو ګډ ځواکونه موظف شوي، څو هېڅ امنیتي ستونزه رامنځته نه‌شي.»

د نوموړي په وینا، د کابل ښار په کچه د پلټنې پوستې «چک‌پواینټونه» ډېر شوي او د اختر شپو او ورځو پر مهال به ټول امنیتي منسوبین پر خپلو دندو حاضر وي.

د ۳۱۳ مرکزي قول‌اردو مرستیال وویل: «د کابل ښار کې د لا ښه امنیت لپاره نږدې ۱۰زره سرتیري موظف شوي چې ټول به د اختر ورځو او شپو کې پر خپلو دندو وي او دې برخه کې هېڅ اندېښنه نشته او هېوادوالو ته ډاډ ورکوو چې له اندېښنې پرته د اختر ورځې ونمانځي.»

امین‌الله طیب د امنیت ټينګښت برخه کې د خلکو له همکاري مننه کوي او وايي چې خلک په دوامداره توګه له امنیتي بنسټونو سره همکاري کوي او د خلکو له همکاري پرته د امنیت ټينګښت اسانه نه دی.

د نوموړي په وینا، څه موده وړاندې یې د خلکو په همکاري د کابل ښار اړوند پل‌چرخي سیمه کې ځینې شکمن کسان هم ونیول چې خلکو یې د شکمنو فعالیتونو په اړه دوی ته خبر ورکړی و.

  سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

امنیتي بنسټونه داسې مهال د اختر ورځو کې د امنیت ډاډ ورکوي چې ښاریانو تل د امنیت ټينګښت برخه اندېښنه ښودلې او د پایښت‌لرونکي امنیت غوښتنه لري.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام