د هرات حوزوي روغتون مسوولان وايي چې د اختر شپو او ورځو پر مهال دغه ولایت کې د ټرافیکي پېښو له امله درې کسان مړه او ۲۵۹ نور ټپیان شوي دي.
د یاد روغتون د عاجلې څانګې امر فرهاد افضلي ویلي چې د اختر شپو او ورځو کې ۸۰سلنه ټرافیکي پېښې هرات ښار او پاتې یې ولسوالیو کې رامنځته شوي دي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د نوموړي په وینا، دوی ته د وروړل شویو ټپیانو له ډلې یې ۳۰سلنه شدید دي چې لا هم دغه روغتون کې تر درملنې لاندې دي.
بلخوا د هرات د ټرافیکو مدیریت مسوولان بیا وايي چې د اختر څلور ورځو او شپو پر مهال د دغه ولایت مرکز او ولسوالیو کې شاوخوا ۴۰ ټرافیکي پېښې رامنځته شوي دي.
د هرات د ټرافیکو مدیریت د ټرافیکي پېښو د څېړنې امر سیدغلام شاه یوسفي سلاموطندار ته وویل: «د شویو ۴۰ ټرافیکي پېښو له ډلې، ۱۷ یې کوچنۍ، ۲۱ یې منځنۍ او ۲ یې د مړینې پېښې دي.»
یوسفي د یادو ټرافیکي پېښو لامل د موټر چلوونکو بېاحتیاطي، د سرکونو خرابوالی او د موټر چلوونکو له لوري د ټرافیکي قوانین نه مراعتول په ګوته کوي.