د کابل یوشمېر اوسېدونکي د اختر په درشل کې له امنیتي بنسټونو غواړي چې پلازمېنه کې د احتمالي امنیتي پېښو مخنیوي لپاره چمتووالي ډېر او د خلکو امنیت ټينګ کړي.
د کابل اوسېدونکی عبدالقدیر سلاموطندار ته وايي چې د اختر په شپو او ورځو کې ګڼشمېر خلک جوماتونو او تفریحي ځایونو ته ځي او په وینا یې، د چاودنې او غلاوو پېښو له امله وېره لري.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
هغه وویل: «امنیت باید ټينګ وي، څو خلک په خوښۍ اختر ونمانځي. هر څوک له خپلې کورنۍ سره تفریحي ځایونو ته خي او امنیت یې باید ونیول شي، ځکه هلته ډېر خلک راټولېږي او د دې امکان شته چې ښايي دښمن هلته ماین ځای پر ځای کړي.»
په همدې حال کې د کابل یو بل اوسېدونکی عیدالمتین بیا له امنیتي ځواکونو غواړي چې د ښار بېلابېلو سیمو کې چکپواینټونه زیات او د موټرو اسنادونه وپلټي. هغه وویل: «له حکومت غواړم، هغه ځایونه چې ګڼهګوڼه پهکې ډېره ده، لکه بازار او جوماتونه باید ښه وپلټي او چک یې کړي.»
په ورته مهال د کورنیو چارو وزارت مسوولان بیا د اختر شپو او ورځو کې د بشپړ امنیت ډاډ ورکوي. د کورنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال بسمالله حبیب وايي چې د اختر شپو او ورځو لپاره یې شدید امنیتي تدابیر نیولي دي.
نوموړي وویل: «پولیس په ټول هېواد کې د امنیت ټينګښت لپاره چمتووالی لري په ځانګړې توګه جوماتونو او هغو ځایونو کې چې خلک راټولېږي، تر سختو امنیتي تدابیرو لاندې به وي. د خلکو روحي او رواني ارامتیا لپاره د خوښۍ ډزې او پټاقۍ بندې دي.»
په ورته مهال د «۳۱۳ مرکزي» قولاردو مرستیال امینالله طیب له سلاموطندار سره په ځانګړې مرکه کې ویلي، د اختر شپو او ورځو کې د مرکزي زون په ځانګړې توګه د کابل امنیت خوندیتوب لپاره یې ۱۰زره سرتیري ګومارلي دي.
هغه وویل: «څه باندې ۱۰زره مجاهدین د امنیت ټينګښت لپاره ګومارل شوي. د اختر په شپو او ورځو کې د کابل اوسېدونکو لپاره هېڅ ګواښ نه دی متوجې.»
له دې وړاندې د کابل په ګډون په نورو ولایتونو کې هم خلکو د اختر شپو او ورځو کې له امنیتي ګواښونو د وېرې له امله له ګڼېګوڼې ډکو سیمو ته له ورتګ ډډه کوله، خو امنیتي مسوولان وايي، د ا.ا په راتګ سره امنیت ټينګ شوی او هڅه کوي چې اختر کې د امنیتي پېښو مخه ونیسي.