افغانستان، ازبکستان او پاکستان د اوسپنې پټلۍ د مسیر هوکړه لاسلیک‌ کړه

د اوسپنې پټلۍ ادارې مسوولان وايي، د افغانستان، پاکستان او اوزبکستان ترمنځ د افغان ترانس اوسپنې پټلۍ مسیر معلومولو په تړاو د هوکړې لاسلیک ترڅنګ دې برخه کې پر یوه درې کلن پلان هم هوکړه شوې ده.

دغه اداره له هغو هېوادونو چې دې پروژه کې ښکېل دي غواړي چې د یادې پروژې د عملي کار پیل لپاره اقدام وکړي.

کابل کې پرتو کتابتون ودونو کې د لګښتونو کمېدو په موخه ناسته وکړه

کابل کې د پرتو کتابتون له لوري نن چهارشنبه د چنګاښ ۲۸مه «وادونو کې د لوړ لګښت د پایلو او عواملو ارزونې او د اسانه واده د حل‌لارو وړاندې کولو» تر نوم لاندې علمي او تخصصي ناسته وکړه. د پوهنتون استاد محمدباقر حسیني دې ناسته کې له کورنیو غوښتنه وکړه چې وادونو کې د لوړ لګښت مخه ونیسي.

عبداللطیف منصور: د نورو هېوادونو د حق‌ابې تامینول ستونزې لري

د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست عبدالطیف منصور پکتیا ته د خپل سفر پرمهال سلام‌وطندار ته ویلي چې هېواد کې روانې وچکالۍ او اقلیمي بدلون اغېزو ته په پام اوسنیو شرایطو کې د نورو هېوادونو د حق‌ابې تامینول ستونزمن کار دی. هغه وویل: «اوسنیو شرایطو کې د نورو هېوادونو د حق‌ابې تامینول مشکلات لري، وچکالي بېخي ډېره زیاته ده.»

کندهار کې سږکال د انګورو حاصلات د پام وړ زيات شوي

کندهار کې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست مسوولان وايي چې سږکال دغه ولایت کې د انګورو حاصلات د پام وړ زیات شوي دي.

د یاد ولایت د کرنې، اوبولګونې او مالدارۍ ریاست د کرنيزو چارو امر شمس‌الرحمان موسی وايي، د دغه ولایت شاوخوا ۲۰زره او ۵سوه هکټاره ځمکه د انګورو باغونو پوښلې او سږکال يې حاصلات هم زیات شوي دي.

غزني کې د ۶۵زره ډالرو په ارزښت د اوبولګولو کانال د رغونې چارې پیل شوې

د غزني د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د دغه ولایت په مرکز غزني ښار کې د  څه باندې ۶۵زره امریکايي ډالرو په لګښت د اوبولګولو د یوه کانال د رغېدو چارې پیل کړې.

د غزني ښار اړوند د «کُشک د اوبولګولو کانال» د رغېدو چارې نن سه‌شنبه د چنګاښ ۲۷مه پیل شوې دي.

شنونکي: له افغانستان د ګواښ پېښېدو په پلمه پاکستان غواړي له نړۍ باج واخلي

پاکستان د ځینو هغو هېوادونو له ډلې شمېرل کېږي چې د افغانستان سرپرست حکومت سره څه ناڅه ښې اړیکې لري او نړۍ سره د سرپرست حکومت د تعامل برخه کې یې هم خپلې هڅې کړې دي. خو له دې نږدې اړیکو سره سره بیا هم د دواړو لوریو ترمنځ د «ټي‌ټي‌پي‌» ډلې په اړه په دې وروستیو کې خبرې ښکته او پورته شوې دي.

ملګري ملتونه: افغانان د اقلیمي بدلون اغېزو له امله بېړني ملاتړ ته اړتیا لري

د ملګروملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې یا اوچا پرون یکشنبه د چنګاښ ۲۵مه یوې خبرپاڼه کې ویلي، افغانستان د هغو لسو هېوادونو په ډله کې دی چې د اقلیمي بدلون او طبیعي پېښو ګواښونو سره مخ دی. په خبرپاڼه کې راغلي چې د اقلیمي بدلون له امله افغانستان کې کرنه او ورځنی ژوند له ګواښ سره مخ او بېړنیو مرستو او ملاتړ ته اړتیا لري.

سمنګان کې سږکال د بادامو حاصلات ۹۰سلنه کم شوي

 سمنګان کې یو‌شمېر بڼوال وايي چې تېر ژمي کې د سړې هوا له امله یې د بادام حاصلات ۹۰سلنه کم شوي دي.

۴۵کلن کمال‌الدین چې له کلونو راهیسې سمنګان کې پر بڼوالۍ بوخت دی او له همدې لارې د خپلې ۱۰کسیزې کورنۍ نفقه برابروي، وايي چې پر خپلې لس جریبه ځمکه یې بېلابېل ډوله بادام کرلي دي.

روزګان کې د کلدارې کارونې له امله سلګونه هټۍ تړل شوي

د روزګان محلي مسوولان وايي، دغه ولایت کې یې سلګونه هغه هټۍ‌ تړلي چې په سوداګریزه راکړه ورکړه کې یې بهرني اسعار په ځانګړې توګه کلدارې کارولې. په ورته مهال د روزګان محلي اوسېدونکي هم دغه ولایت کې د افغانیو دودولو ته خوښ دي، خو وايي چې د خلکو اړتیا وړ افغاني بانک‌نوټونه دې بازار ته وړاندې شي.

روسیې د مسکو فارمټ ناسته کې د افغانستان حکومت ته بلنه ورکړې

روسیې د افغانستان حکومت ته د «مسکو فارمټ» غونډه کې د ګډون بلنه ورکړې. د افغانستان حکومت ته تېر ځل یاده ناسته کې د ټول‌ګډونه حکومت نه رامنځته‌ کېدو له امله د ګډون بلنه نه وه ورکړل شوې. د بهرنیو چارو وزارت په یوې خبرپاڼه کې د امیرخان متقي او د افغانستان لپاره د روسیې سفیر دیمتري ژیرنوف د لیدنې خبر ورکړی.

د هواپېژندنې ریاست په ۱۶ ولایتونو کې د سختو بادونو او دوړو اټکل کړی

د هواپېژندنې ریاست مسوولان د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د روان میلادي کال تر سپټمبر میاشتې پورې د پیل شویو بادونو او دوړو د دوام خبرداری ورکوي. د کندوز اوسېدونکی عبدالکریم وايي چې دغه بادونه په تېرو دوو ورځو کې شدید شوي چې له امله یې زیانونه هم اړولي دي.