Asset 1SWN

د مزارشریف-اسټانبول ترمنځ مستقیمې الوتنې پیل شوې

IMG-20230719-WA0069

 د بلخ محلي مسوولان وايي چې له دغه ولایت څخه ترکیې ته نن چهارشنبه د چنګاښ ۲۸مه په مستقیمه او رسمي توګه د الوتنو لړۍ پیل شوه.

د دغه ولایت د مسوولانو په وینا، د بلخ مرکز مزارشریف د مولانا جلال‌الدین محمد بلخي هوايي ډګر څخه نن ۱۳۹ کسان په یوې الوتکه کې د ترکیې اسټانبول ښار ته لاړل چې ورسره له دغه ولایت څخه ترکیې ته د مستقیمو الوتنو لړۍ هم پیل شوه.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

هېواد کې د جمهوریت له پرځېدو وروسته دا لومړۍ الوتنه ده چې له بلخ څخه ترکیې ته په مستقیمه توګه الوتنه کوي او مسافر لېږدوي.

د بلخ امنیتي چارواکو بیا وايي چې له بلخ څخه ترکیې ته د مسافرو لېږد د کام‌ایر هوايي شرکت پر غاړه لري.

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

د بلخ مسوولان ټينګار کوي چې له بلخ-ترکیې ته د الوتنو مستقیمې الوتنې به مسافرو ته اسانتیاوې رامنځته کړې او د دوی ستونزې به ورسره هوارې شي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام