Asset 1SWN

روسیې د مسکو فارمټ ناسته کې د افغانستان حکومت ته بلنه ورکړې

moscow-format-afghanistan1-1280x720

روسیې د افغانستان سرپرست حکومت ته د «مسکو فارمټ» غونډه کې د ګډون بلنه ورکړې ده. د افغانستان سرپرست حکومت ته تېر ځل یاده ناسته کې د ټول‌ګډونه حکومت نه رامنځته‌ کېدو له امله د ګډون بلنه نه وه ورکړل شوې.

د مسکو فارمټ تېر پړوا ناسته چې د تېر کال د نومبر په ۱۶مه جوړه شوې وه، افغانستان کې له روان وضعیت د اندېښنې ترڅنګ د غونډې ګډونوالو له دغه هېواد د ترهګریزو ګواښونو د احتمالي پېښېدو په اړه خپلې اندېښنې څرګندې کړې وې.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

پر دې ټولو سربېره که څه هم تراوسه افغانستان کې نړیوالو ته د منلو ټول‌ګډونه حکومت نه دی جوړ شوی او نه هم د مسکو فارمټ تېرې ناستې ګډونوالو اندېښنو ته ځواب ویل شوی، خو بیا هم یاده کېدونکې ناسته کې د سرپرست حکومت استازیو د ګډون بلنه ورکړل شوې ده.

د بهرنیو چارو وزارت په یوې خبرپاڼه کې د امیرخان متقي او د افغانستان لپاره د روسیې سفیر دیمتري ژیرنوف د لیدنې خبر ورکړی دی. د خبرپاڼې له مخې، د روسیې سفیر د یادې لیدنې پر مهال د بهرنیو چارو وزارت سرپرست د مسکو فارمټ ناستې ته وربللی دی.

د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال ضیااحمد تکل ویلي: «متقي صیب د روسیې له بلنې مننه کړې او ټينګار یې کړی چې د مسکو فارمټ ناسته د سیمې همغږۍ لپاره مهم رول لري.»

د چارو  یو‌شمېر شنونکي بیا د مسکو فارمټ ته د سرپرست حکومت وربلل، له سرپرست حکومت سره د هغو اندېښنو شریکول بولي چې روسیې یې له افغانستان څخه لري. د دوی په وینا، روسیه غواړي سرپرست حکومت سره خپلې اندېښنې مخامخ شریکې کړي.

د سیاسي چارو شنونکي طارق فرهادي وویل: «ګاونډي هېوادونه چې د ترهګرۍ له امله کوم شکایتونه لري، هغوی کې بدلون نه دی راغلی. دوی غواړي چې خپل پیام ورته مخامخ ووايي او اړیکې هم مخکې نه دي تللي.»

د چارو یو‌شمېر نور شنونکي بیا په دې اند دي چې د مسکو فارمټ ناسته کې د اوسني حکومت ګډون اړین دی او په وینا یې، دې ناسته کې باید د افغانستان اړوند مسایلو ته د حل عملي لارې ولټول شي.

د سیاسي چارو شنونکي باقر محسني وویل چې په نړیواله کچه د افغانستان د سیاسي ستونزو حل په کور دننه د ستونزو حل ته اړتیا لري.

نوموړي وویل: «تر هغو چې افغانستان کې سیاسي ستونزې پر ځای پاتې کېږي، زما په اند په نړیواله کچه د نظام ستونزې نشي حل کېدلی.»

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

د مسکو فارمټ ناسته له ۲۰۱۷ کال راهیسې د افغانستان اړوند ستونزو ته د رسېدنې لپاره د سیمې او ګاونډیو هېوادونو ترمنځ هر کال جوړېږي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام