اقتصاد وزارت تېر یوه کال کې ۳۷۶ نادولتي موسسو ته کاري جوازونه ورکړي

د اقتصاد وزارت مسوولان وايي چې د تېر یوه کال پر مهال یې د ۲۱ بهرنیو موسسو په ګډون ۳۷۶ نادولتي موسسو ته د فعالیت جوازونه ورکړي دي.

د یاد وزارت مسوولانو دغه څرګندونې نن یکشنبه د زمري لومړۍ نېټه ملت ته د حکومت د حساب ورکولو پروګرام کې خبریالانو ته کړې دي.

میدان‌وردګ کې سېلابونو ۲۲ کسان مړه کړي او ۴۰ لادرکه دي

د میدان‌ وردګ د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ریاست مسوولان وايي چې دغه ولایت کې د وروستیو اورښتونو له امله ۲۲ کسان مړه شوي او ۴۰ نور لادرکه دي. د یاد ریاست خبرپاڼه زیاتوي چې د سېلابونو له امله د کابل-بامیانو لویه لاره هم د مسافرو د تګ‌ راتګ پرمخ تړل شوې ده.

بهرنیو چارو وزارت افغانستان ته د داعش مشرانو لېږد په اړه د عبداللهیان ادعا رد کړې

د ایراني رسنیو د راپورونو له مخې، د دغه هېواد بهرنیو چارو وزیر حسین امیرعبداللهیان ادعا کړې چې دې وروستیو میاشتو کې عراق، سوریې او د لیبیا ځینو برخو څخه د داعش مشران افغانستان ته لېږدول شوي دي. خو دغه ادعا د افغانستان سرپرست حکومت د بهرنیو چارو وزارت له‌خوا رد شوې او بې‌بنسټه بلل شوې ده.

کابل کې د زړو افغانیو چلښت؛ «میده نه‌اخلي وايي دا زړې دي»

نږدې شپږ میاشتې وړاندې د افغانستان بانک په یوې خبرپاڼه کې ویلي و چې د «۱۰، ۲۰، ۵۰ او ۱۰۰» افغانیو نوي چاپ شوي بانک‌نوټونه یې پر خصوصي بانکونو وېشلې دي. د یادو بانک‌نوټونو له وېش د شپږ میاشتو په تېرېدو لا هم د کابل پلازمېنې یو‌شمېر اوسېدونکي وايي چې تراوسه یې نوې افغاني بانک‌نوټونه نه دي ترلاسه کړي.

بامیان او بادغیس کې ټرافیکي پېښې؛ څلور کسان مړه شوي

د بادغیس محلي مسوولان وايي چې دغه ولایت کې د یوه موټر چپه کېدو له امله درې کسان مړه شوي دي.

د یاد ولایت د امنیې قومنداني مطبوعاتي دفتر په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې دغه باروړونکی موټر د قلعه‌نو-هرات لویې لار کې چې چپه شوی چې د موټر چلوونکي په ګډون درېوو کسانو په‌کې ژوند بایللی دی.

په ۱۳ ولایتونو کې ښځې روغتیايي خدمتونو ته لاسرسي برخه کې ستونزې لري

د هېواد په ۱۷ ولایتونو کې د سلام‌وطندار موندنې ښيي چې ۱۳ ولایتونو کې افغان مېرمنې په بشپړه توګه روغتیايي خدمتونو ته لاسرسی نه‌لري. کابل کې د ملالۍ زېږنتون رییسه ملالۍ رحیم فیضي وايي چې دغه روغتون د ښځینه ډاکټرانو او طبي تجهیزاتو له کمښت سره مخ دی.

د فاریاب یوه کلي کې د اوبو کمښت؛ «اته میاشتې کېږي اوبه نه‌لرو»

هېواد کې د څلورم پرله‌پسې کال لپاره د وچکالۍ دوام لامل شوی چې ګڼ‌شمېر ولایتونو کې خلک د څښاک پاکو اوبو له کمښت سره مخ شي.

د نورو ولایتونو په څېر د فاریاب میمنې ښار «دمقول» کلي اوسېدونکي هم له تېرو اتو میاشتو راهیسې له دغه وضعیت سره لاس او ګرېوان دي.