عاکف مهاجر: د «کوډګرو» مخه نیسو او محکمې ته یې ورپېژنو

د امربالمعروف او نهې عن‌المنکر وزارت وايي چې دغه وزارت به په هېواد کې د «جاودګر او کوډګرو» مخه نیسي او محکمې ته به یې وروپېژني.

د یاد وزارت ویاند عاکف مهاجر سلام‌وطندار ته ویلي چې دغه پرېکړه یې په کابل او ولایتونو کې د یو‌شمېر افغانانو له شکایتونو وروسته کړې ده.

په دشت‌برچي کې پر نشه‌يي توکو د روږدو کسانو د زیاتوالي په اړه شکایتونه

د کابل ښار د دشت‌برچي سیمې د فروشګاه تم‌ځای یوشمېر اوسېدونکي شکایت کوي چې په دې سیمه کې پر نشه‌يي توکو اخته کسان ډېر شوي دي. دوی سلام‌وطندار ته ویلي چې روږدي کسان دغلته تر مروارید پله لاندې را ټولېږي او د سیمې اوسېدونکي یې له غلاوو او ځورونو تر پوزې راغلي دي.

کابل کې د ناروغانو پایوازان په درملتونونو کې د یوشان درملو د بیو له نابرابرۍ سر ټکوي

کابل ښار کې د ناروغانو یوشمېر پایوازان شکایت کوي چې یو ډول درمل په بېلابېلو درملتونونو کې بېلابېلې بیې لري او په وینا یې، درمل پلورونکي د هر ډول درملو لپاره په خپل سر بیې ټاکي. دوی له سرپرست حکومت، په تېره د خوړو او درملو ادارې څخه غواړي چې بازار کې د درملو بیې کنټرول کړي.