Asset 1SWN

هرات کې د ۱۶۰زره ډالرو په لګښت د توبرکلوز د تشخیص دستګاوې فعالې شوې

افغان

د هرات محلي مسوولان وايي چې د دغه ولایت په «اسلام‌قلعه» بندر کې یې د ۱۶۰زره امریکايي ډالرو په لګښت د نريذرنځ یا «توبرکلوز» د تشخیص دوه ماشینونه فعال کړي دي.

د یاد ولایت د مسوولانو په وینا، د «اکسرې او پروتېبل» دغه دوه دستګاوې یې د هغو کډوالو د توبرکلوز ناروغي تشخیص لپاره فعالې کړي چې له ایران څخه بېرته افغانستان ته راستانه کېږي.

د سلام‌وطندار پښتو برخه دلته وڅارئ

دغه دستګاوې ایران سره پولې ته نږدې په صفري نقطه او د اسلام‌قلعه روغتیايي کلینیک کې نصب شوي دي.

د عامې روغتیا وزارت د توبرکلوز ملي پروګرام مسوول خان‌محمد منګل ویلي چې دغه دستګاوې په دوو ثانیو کې پر توبرکلوز د اخته کسانو د تشخیص ظرفیت لري.

منګل زیاته کړه وروسته له هغې چې پر توبرکلوز د اخته کسانو ناروغي تشخصېږي، په خپلو اصلي سیمو کې یې درملنه کېږي. د توبرکلوز ملي پروګرام مسوول همداراز وویل چې تېر کال په ټول هېواد کې ۵۳زره کسان پر توبرکلوز اخته او درملنه یې شوې ده.

بل‌خوا هرات کې د توبرکلوز پروګرام مسوول عبدالرحمن احمدي وايي چې د یادو دستګاوو په فعالېدو سره به دغه ولایت کې پر توبرکلوز اخته ناروغانو د درملنې برخه کې د پام وړ اسانتیاوې رامنځته شي.

د نوموړي د معلوماتو له مخې، تېر کال دغه ولایت کې د توبرکلوز ۲۸۰۰ پېښې ثبت شوي چې د روغتیاپالانو له لوري یې درملنه هم شوې ده.

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

د هرات د روغتیايي مسوولانو په وینا، پر توبرکلوز د اخته ناروغانو تشخیص او درملنه وړیا ده چې له شپږو تر یوه کال پورې وخت ته اړتیا لري.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام