Asset 1SWN

سلام وطندار

بامیان او بادغیس کې ټرافیکي پېښې؛ څلور کسان مړه شوي

ولایت-بادغیس

د بادغیس محلي مسوولان وايي چې دغه ولایت کې د یوه موټر چپه کېدو له امله درې کسان مړه شوي دي.

د یاد ولایت د امنیې قومنداني مطبوعاتي دفتر په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې دغه باروړونکی موټر د قلعه‌نو-هرات لویې لار کې چپه شوی چې د موټر چلوونکي په ګډون درېوو کسانو په‌کې ژوند بایللی دی.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې، پېښه نن جمعه د چنګاښ ۳۰مه رامنځته شوې ده. په خبرپاڼه کې همداراز د پېښې لامل د موټر چلوونکي بې‌احتیاطي او د موټر لوړ سرعت ښودل شوی دی.

په ورته مهال د بادغیس د محلي مسوولانو د معلوماتو پر بنسټ، د روان کال له پیله تر دې مهاله دغه ولایت کې د ټرافیکي پېښو له امله لس کسان مړه شوي او ۲۳ نور هم ټپیان شوې دي.

بل‌خوا د بامیان محلي چارواکي هم وايي چې دغه ولایت کې د ټرافیکي پېښې پرمهال یوه کس خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

پېښه د بامیان مرکز اړوند سیمه کې نن جمعه سهار رامنځته شوې ده.

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

دا په داسې مهال دی چې دې وروستیو کې د هېواد په بېلابېلو سیمو ټرافیکي پېښې زیاتې شوې چې لامل یې هم د موټر چلوونکو بې‌احتیاطي، د سړکونو خرابوالی او له ټرافیکي قوانینو سره د موټرچلوونکو نه بلدتیا ښودل کېږي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام