Asset 1SWN

سلام وطندار

بهرنیو چارو وزارت افغانستان ته د داعش مشرانو لېږد په اړه د عبداللهیان ادعا رد کړې

MoFA 02

د ایراني رسنیو د راپورونو له مخې، د دغه هېواد بهرنیو چارو وزیر حسین امیرعبداللهیان ادعا کړې چې دې وروستیو میاشتو کې عراق، سوریې او د لیبیا ځینو برخو څخه د داعش مشران افغانستان ته لېږدول شوي دي.

خو دغه ادعا د افغانستان سرپرست حکومت د بهرنیو چارو وزارت له‌خوا رد شوې او بې‌بنسټه بلل شوې ده.

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي یوه اعلامیه کې د ایران د بهرنیو چارو وزیر دغه څرګندونې رد کړي او له هېوادونو یې غوښتي چې د دغسې نظرونو وړاندې کولو پرځای د خپلو پولو د امنیت تامین ته جدي پام وکړي.

د اعلامیې یوه برخه کې ویل شوي: «که ایران افغانستان ته د داعش لېږد په اړه معلومات لري، هیله ده چې مونږ سره یې شریک کړي، څو پر وړاندې یې افغان امنیتي ځواکونه اړین اقدامات وکړي. د یادونې ده چې افغانستان یادو عربي هېواودنو سره ګډه پوله نه‌لري، نو پر نورو د مسوولیت اچولو پر ځای غوره ده چې هېوادونه د خپلو پولو د امنیت تامینولو برخه کې خپل نړیوال مکلفیتونه ترسره کړي.»

افغانستان کې د داعش حضور په اړه د نړیوالې ټولنې د اندېښنو ترڅنګ، اسلامي امارت د القاعدې په څېر نورو ډلو سره هم د اړیکو په لرلو تورن شوی دی، خو ا.ا تل دغه تورونه رد کړي دي.

څه موده وړاندې د امریکا ولسمشر جوبایډن ادعا کړې وه چې د اسلامي امارت په همکاري یې افغانستان کې القاعده شبکه مهار کړې، خو لاهم د یوشمېر هېوادونو امنیتي اندېښنو ته د پای ټکی نه دی کېښودل شوی.

په ورته وخت کې د ا.ا د دفاع وزارت سرپرست افغانستان کې د القاعده شبکې حضور او د دغې ډلې د مشر ایمن‌الظواهري وژلو لپاره امریکا سره همکاري ردوي او ټینګار کوي چې ا.ا د امریکا حکومت سره همکارۍ ته لېوالتیا نه‌لري.

دې ټولو سربېره د چارو شنونکي وايي، یوازې افغانستان کې د یوه ټول‌ګډونه او هراړخیز حکومت په جوړوېدو سره د نړیوالې ټولنې اندېښنې ختمېدای شي.

سیاسي کارپوه ویس ناصري سلام‌وطندار ته وویل: «د انکار او نړۍ سره د تقابل پر ځای باید ملي حل لاره رامنځته شي. د افغانستان ستونزې حل لپاره بهترینه ملي حل لاره، د یوه ټول‌ګډونه حکومت جوړېدل دي.»

په همدې حال کې د امنیټي چارو شنونکي ثمر سادات په دې اړه سلام‌وطندار ته وویل چې دغه اندېښنې د دې ښکارندوي کوي چې افغانستان پر یوې ناامنې جغرافیې د بدلېدو په حال کې دی. هغه زیاته کړه: «خدای ناخواسته دا د دې لامل نه‌شي چې افغانستان د ترهګرو او مافیاوو پر مرکز بدل شي.»

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

دا داسې مهال دی چې د افغانستان په چارو کې د پاکستان ځانګړي استازي اصف علي دراني په تازه‌ګۍ سره کابل ته د سفر پرمهال ویلي، د اسلامي امارت چارواکو سره د پاکستان د امنیتي اندېښنو شریکول، د دغه سفر اصلي موخه وه.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام