Asset 1SWN

سلام وطندار

پروان کې پر ساري ناروغیو د اخته ماشومانو شمېر زیات شوی

child-parwan-q9qiu3ohxf98bwumdtveq4hez2zsto4u14yu2g9zew

 د پروان اوسېدونکي دغه ولایت کې له پنځو کلونو کم عمره ماشومانو ترمنځ د ساري ناروغیو له ډېروالي اندېښنه څرګندوي.

د پروان د غوربند درې اوسېدونکی شعمریز خان چې خپل دوه اولادونه یې د درملنې لپاره د پروان ملکي روغتون ته راوړي، وايي چې ماشومان هر وخت ناروغ وي او ډاکټران هم د سمې درملنې او تشخیص پرځای ناروغانو ته د ارام درمل ورکوي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

هغه وویل: «ډاکټران ناروغان سر سري معاینه کوي او ټولو ته پرسټامول ورکوي. درمل نشته. نور درمل لیکلي او بهر څخه یې باید راوړې. بهر درملتونونه یې راباندې زر او ۱۲۰۰ خرڅوي. کور له درملو ډک دی او ناروغ هم نه ښه کېږي.»

د پروان یوه بل اوسېدونکي عبدالقدوس وايي چې د بې‌کیفیته درملو او ډاکټرانو نشتون له امله نه یوازې یې ناروغان نه ښه‌ کېږي، بلکې هره ورځ یې ناروغۍ هم ډېرېږي.

نوموړي وویل: «د پروان ملکي روغتون راغلی یم. اولادونه مې پر شري، چیچک او نورو ناروغیو اخته دي، وايي یوې ناروغۍ ته هم درمل نه لري. هغه زیاتوي، هغه نسخه چې درمل یې په ټيټه بیه وي، د روغتون دننه او هغه نسخې چې درمل یې لوړه بیه وي، له روغتون بهر ته یې راجع کوي.

د پروان دغه اوسېدونکی د دغه ولایت ملکي روغتون کې د ناروغیو ستونزې د نه رسېدنې له امله شکایت کوي او وايي: «چې مرګ ته نږدې وي، بیا دې غم خوري، ګنې څوک دې پوښتنه هم نه کوي.»

په همدې حال کې د پروان ۱۰۰بستریز تخصصي روغتون سرطبیب عبداخلیل حیدري سلام‌وطندار ته وویل چې تېرو دوو میاشتو کې څه باندې ۳۱۰۰ ماشومان چې عمرونه یې له پنځو کلونو کم دي او پر بېلابېلو ناروغیو اخته وو، دغه روغتون ته راوړل شوي دي.

نوموړی په خپل‌سري توګه د درملو کارونه، په کوچني‌والي کې د واکسین ناسم تطبیق او د کورنیو د عامه پوعاوی ټيټه کچه له هغو لاملونو بولي چې له کبله یې ماشومان پر دې ناروغیو اخته شوي دي.

هغه ماشومان چې د پروان ملکي روغتون ته راوړل شوي، ډېری پر اسهالاتو، دیهایدرېشن، ویروسي هپاتېټ او شري ناروغیو اخته شوي دي.

د حیدري په وینا، که وضعیت همداسې دوام وکړي او پر ساري ناروغیو د اخته کسانو ګراف همداسې لوړ روان وي، د پروان ملکي روغتون کې به د ناروغانو بستر لپاره ځای پیدا نه‌شي.

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

د روغتیايي چارو کارپوهانو په وینا، که د واکسین پلې‌کېدو کمپاینونه په سمه توګه پلې شي او د روغتیايي سپارښتونو په اړه کورنیو ته عامه پوهاوی ورکړي، ساري ناروغۍ به کمې شي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام