Asset 1SWN

پروان کې پر شري ناروغۍ د اخته ماشومانو شمېر زیات شوی

سرخکان در پروان 1

شازیه هغه مور ده چې دوه ماشومان یې پر شري ناروغۍ اخته شوي او له تېرو څو ورځو راهیسې د پروان ۱۰۰بستریز تخصصي روغتون کې بستر دي.

نوموړې زیاتوي چې د یادې ناروغۍ د مخنیوي لپاره باید ماشومانو ته یې واکسین ورکړل شي. د شازیه په وینا، پر شري ناروغۍ اخته ماشومان لومړی ټوخی کوي او ورپسې اسهالېږي، تبه کوي او وروسته پرې سرې دانې راخېژي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

سحرګل هم چې دوه ماشومان یې پر شري ناروغۍ اخته دي، له حکومت غواړي چې د یادې ناروغۍ د مخنیوي لپاره کلیو کې د شري ناروغۍ ضد واکسین کمپاین پیل کړي.

بل‌خوا د طب پوهنځي استاد عزیزاقا عزیزي بیا پر شري ناروغۍ د ماشومانو د اخته‌کېدو یو لامل په لرو پرو سیمو کې د واکسین نه تطبیقول یادوي او همداراز وايي چې روغتیايي سپارښتنو ته نه پام هم لامل کېږي چې دغه ناروغۍ خپره شي او سرایت وکړي.

د پروان د ۱۰۰بستریز روغتون رییس عبدالخلیل حیدري سلام‌وطندار ته وايي چې د تېرو دوو میاشتو پر مهال دغه ولایت کې پر شري ناروغۍ د اخته ماشومانو شمېر په کم‌سارې توګه زیات شوی دی.

د نوموړي په وینا، که پر شري ناروغۍ د اخته ماشومانو شمېر زیات شي، دوی د بستر له کمښت سره مخ شي او د روغتیايي خدمتونو وړاندې کول به له خنډ او ځنډ سره مخ شي.

هغه همداراز د دغه ولایت د روغتیا ریاست له مسوولانو غوښتنه وکړه چې د شري ناروغۍ مخنیوي لپاره په سمه توګه د واکسین د تطبیق لړۍ پیل کړي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د روغتیايي چارو کارپوهانو په وینا، که پروان کې د شري ناروغۍ ضد واکسین بهیر پیل نه‌شي او خلک روغتیايي سپارښتنې مراعت نه کړي، دغه ناروغۍ به لاپسې پراخه شي او ناورین به رامنځته کړي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام