پروان کې د ټرافیکي پېښې له امله درې کسان مړه او درې نور ټپیان شوي

د پروان د ټرافیکو مدیریت مسوولان وايي چې دغه ولایت کې د یوې ټرافیکي پېښې له کبله درې کسان مړه او درې نور ټپیان شوې دي.

یاده پېښه، جمعه، د وري ۲۴مه د دغه ولایت مرکز چاریکار ښار اړوند سررباط سیمه کې د یوې سراچه او باروړونکي موټر د ټکر له امله رامنځته شوې.

بادغیس کې د چت لوېدو له امله د یوې کورنۍ درې غړي مړه شوي

د بادغیس امنیتي مسوولان وايي چې د دغه ولایت اړوند سیمه کې د یوه کور د «ګوټې د چت» لوېدو له امله د یوې کورنۍ درې غړي مړه شوې دي.

د یاد ولایت د امنیې قومنداني د رسنیو دفتر په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې دغه پېښه د دې ولایت په اب‌کمري ولسوالي کې رامنځته شوې.

فضا ته د بشر د سفر نړیواله ورځ؛ «پښتو څلورمه ژبه ده چې فضا کې ویل شوې»

افغانستان کې د ملګروملتونو سیاسي دفتر «یوناما»، «فضا ته د انسان د سفر نړیوالې ورځې» په مناسبت ویلي، «پښتو» څلورمه رسمي ژبه وه چې فضا کې پرې خبرې شوې دي. مومند  له فضا څخه د افغانستان تصویرونه هم واخیستل او د نجومي فیزیک، طبابت او بیولوژیکي ازمایښتونو کې یې هم ګډون وکړ.

سهیل شاهین: د افغان سېکانو د غصب شویو شتمنیو د خلاصون بهیر پیل شوی

قطر کې د سرپرست حکومت د سیاسي دفتر مشر سهیل شاهین وايي، د ځمکو د غصب مخنیوي او د ځمکو د استرداد کمېسیون د افغان هندوانو او سېکانو د غصب شویو شتمنیو د خلاصون بهیر پیل کړی.

یاد کمېسیون د عدلیې وزارت له لوري جوړ شوی او په هېواد کې د ځمکو د غصب مخنیوي اړوند چارې مخته وړي.

سي‌پي‌جې ا.ا ته: پر فېسبوک محدودیت یا بندیز مه لګوئ

د خبریالانو د خوندیتوب نړیوالې کمېټې یا سي‌پي‌جې په افغانستان کې د فېسبوک محدودولو او یا بندولو په تړاو د ا.ا د پرېکړې په اړه اندېښنه ښودلې ده.
دغې کمېټې د افغانستان له سرپرست حکومت څخه غوښتي چې خلکو ته د معلوماتو رسولو بهیر پر وړاندې خنډ جوړ نه‌کړي او د فېسبوک محدودولو او یا بندیز له پلان څخه تېر شي.

عدلیې وزارت د دوو سیاسي ګوندونو او ۷۵ ټولنو مسوولان امنیتي ادارو ته ورپېژندلي

د سرپرست حکومت د عدلیې وزارت مسوولان وايي، په ۱۴۰۲ لمریز کال کې یې د ټولنیزو او مرستندویه ټولنو او سیاسي ګوندونو له ارزولو وروسته د دوو سیاسي ګوندونو او ۷۵ ټولنیزو او مرستندویه بنسټونو مسوولان امنیتي ادارو ته ورپېژندلي دي.

ننګرهار کې یو کانال ګټې‌اخیستنې ته وسپارل شو

د ننګرهار په کوټ ولسوالي کې د څه باندې ۲۷ میلیونه افغانیو په ارزښت یو کانال جوړ او  ګټې‌اخیستنې ته سپارل شوی دی.

د یاد ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست رییس عبدالستار محمد وایي، یاد کانال د دې ریاست په هڅو او د خوړو نړیوال پروګرام په مالي او د افغانستان راتلونکې نسلونو موسسې په تخنیکي همکارۍ جوړ شوی دی.

د پکتیا اوسېدونکي: ګردېز کې دې تفریحي پارکونه جوړ شي

د پکتیا مرکز ګردېز ښار او د دغه ولایت یو‌شمېر اوسېدونکي وايي چې ښار کې د تفریحې او چکر لپاره پارکونه او یا هم ځانګړي ځایونه نه‌لري.

که څه هم ګردېز کې یوازینی پارک چې په‌کې د ماشومانو د تفرېحې او ساعت‌تېرۍ لپاره ځینې وسایل هم لګول شوي، خو د ځوانانو د ناستې او تفریح لپاره په‌کې امکانات کم او په نشت حساب دي.

د کابل اوسېدونکي: اختر لپاره دې امنیت ونیول شي؛ کورنیوچارو وزارت: تدابیر نیول شوي

د کابل ښار یوشمېر اوسېدونکي له کورنیو چارو وزارت څخه غواړي چې ښار کې دې د اختر ورځو پرمهال د امنیت ټینګښت لپاره لا زیاتې هڅې وکړي.

دوی وايي، د کورنیو چارو وزارت باید هغو ځایونو کې چې د اختر ورځو پرمهال د خلکو ګڼه‌ګوڼه په‌ کې زیاته وي، کلک امنیتي تدابیر ونیسي.

کندوز کې د کبانو فارم‌لرونکي: سږکال د کبانو د پلور بازار سوړ دی

کندوز ولایت کې د کبانو یو‌شمېر فارم‌لرونکي وايي چې دغه ولایت کې د «کبانو» روزنې صنعت کم‌رنګه شوی چې ورسره یې د پلور کچه هم راټیټه شوې.

دغه ولایت کې د کبانو یو فارم‌لرونکی عزیزالله سلام‌وطندار ته وايي، د تېرو کلونو په پرتله یې سږکال د کبانو پلور کم شوی دی.

د رویت هلال کمېټه: مسلمانان دې خپلو سیمو کې د میاشت د لیدو هڅه وکړي

د سرپرست حکومت د رویت هلال مرکزي کمېټې له خلکو غوښتنه کړې چې په خپلو سیمو کې د میاشتو د لیدو هڅه وکړي.

سترې محکمې بېګاه وخته «شنبه، وري ۱۸مه» پر خپله اېکسپاڼه لیکلي چې د خلکو له لوري د میاشتې د لیدو اهتمام یو شرعي اصل دی.

اختر او بې‌وزلي؛د غزني اوسېدونکی: والله که مې ماشومانو ته څپلۍ اخیستې وي

د کوچني اختر په نږدې کېدو سره د غزني یو‌شمېر اوسېدونکي سلام‌وطندار ته وايي چې د اختر نمانځنې لپاره د جامو ګنډلو او وچې مېوې د پېرلو توان نه‌لري.

صدام چې د غزني ښار په «فرخي چوک» کې نکریزې پلوري، وايي، د کمزوري اقتصاد له امله اختر لپاره جامې او وچه مېوه نه‌شي اخیستلی.

د مخابراتو وزارت سرپرست: افغانستان کې به فېسبوک محدود او یا وتړو

د سرپرست حکومت د معلوماتو او ټکنالوژۍ وزارت سرپرست نجیب‌الله حقاني وايي چې افغانستان کې به د فېسبوک کارول محدود او یا هم وتړي.

د معلوماتو او ټکنالوژۍ وزارت سرپرست نجیب‌الله حقاني دغه څرګندونې له طلوع نیوز سره د یوې ځانګړې مرکې پرمهال کړې دي.

پنجشېر او پروان کې د «غاښونو ناروغانې» د روغتیايي امکاناتو له کمښت شکایت کوي

پروان او پنجشېر ولایتونو کې د غاښونو یو‌شمېر ناروغان یادو ولایتونو کې د «غاښونو ناروغانو درملنې» برخه کې د امکاناتو له کمښت شکایت کوي او وايي چې د یادو ولایتونو دولتي روغتونونو کې د روغتیايي امکاناتو کمښت لامل شوی چې د غاښونو ناروغان خصوصي روغتونونو ته مراجعه وکړي.