د سرپرست حکومت د رویت هلال مرکزي کمېټې له خلکو غوښتنه کړې چې په خپلو سیمو کې د میاشتو د لیدو هڅه وکړي.
سترې محکمې بېګاه وخته «شنبه، وري ۱۸مه» پر خپله اېکسپاڼه لیکلي چې د خلکو له لوري د میاشتې د لیدو اهتمام یو شرعي اصل دی.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
سترې محکمې لیکلي: «که کوم هېوادوال میاشت ولیده، نو د میاشتې له لیدلو سره سم دې، د خپلې سیمې محکمې او د رویت هلال کمېټې ته شاهدي وړاندې کړي. اړوند محکمه به د دوی شاهدي اوري او تزکیه به یې کوي.»
هیوادوالو ته د رؤیت هلال مرکزي کمېټې خبرتیا pic.twitter.com/y1kFmPY3co
— Supreme Court Of Afghanistan (ستره محکمه ) (@SupremeCourt_af) April 6, 2024
سترې محکمې همداراز لیکلي چې د هلال مرکزي کمېټې ته د ټولو معلوماتو له لېږلو وروسته به یاده کمېټه اعلان وکړي.
نن یکشنبه د روژې مبارکې میاشتې ۲۸مه ده چې د افغانستان په ګډون یوشمېر اسلامي هېوادونو کې د میاشتې د لیدو په موخه ټاکل شویو کمېټو خپلې هڅې پیل کړې دي.