پروان او پنجشېر کې یوشمېر ناروغانې یادو ولایتونو کې د «غاښونو ناروغانو درملنې» برخه کې د امکاناتو له کمښت شکایت کوي او وايي، د یادو ولایتونو دولتي روغتونونو کې د امکاناتو کمښت لامل شوی چې ناروغان خصوصي روغتونونو ته مراجعه وکړي.
د پروان اوسېدونکې زرمینه وايي، ولایتي روغتون کې د درملنې امکاناتو کمښت له امله اړ شوې چې خصوصي روغتون کې په لوړ لګښت د خپلو غاښونو درملنه وکړي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
نوموړې وویل: «ډېری مېرمنې له دې ستونزې سره مخ دي. لګښت یې ډېر او اقتصادی یې کمزوری دی. دولتي روغتونونو کې پرته له دې چې غاښونه مات کړي، نه یې ډکوي او نه یې هم پاکوي.»
د پنجشېر اوسېدونکې نجلا بیا وايي، که څه هم څو غاښونه یې مات شوي او وراسته شوي هم دي، خو د کمزوري اقتصاد له کبله نهشي کولای، خصوصي روغتونونو کې د غاښونو درملنه وکړي.
هغې وویل: «لس غاښونه مې خراب شوي، کله مې چې کلینیک ته مراجعه وکړه، یوازې غاښونه ماتوي یا د پراسټامول په څېر درمل درکوي. خلک د دې توانايي نهلري چې خصوصي کلینیکونو ته لاړ شي. د پنجشېر ولایتي روغتون باید د غاښونو څانګه معیاري کړي.»
یاد ناروغان له عامې روغتیا وزارت غواړي چې د درملنې امکاناتو له کمښت په ځانګړې د غاښونو درملنې برخې ته پام وکړي او ولایتونو کې درملیزو خدمتونو ته د خلکو لاسرسي ته زمین برابره کړي.
بلخوا د پنجشېر عامې روغتیا ریاست مرستیال خواجهاقا غفوري د دې ولایت په روغتیايي مرکزونو د غاښونو څانګه کې د امکاناتو کمښت تاییدوي او وايي: «د پنجشېر په کچه دو روغتیايي مرکزونو کې دوه ډاکټران لرو چې د ابسي او د غاښونو برخو کې کار کوي.»
غفوري همداراز زیاتوي چې ۱۴۰۲ کال کې لږ تر لږه ۱۵زره د غاښونو ناروغانو د پنجشېر دو روغتیايي مرکزونو ته د درملنې لپاره مراجعه کړې.
د پروان ولایتي روغتونو کې ډاکټران همداراز وايي چې تېرکال نږدې ۲۰زره د غاښونو بېلابېلو ناروغانو یاد روغتون ته د درملنې لپاره مراجعه کړې.
د پروان ولایتي روغتون کې د غاښونو برخې ډاکټره صالحه وايي: «۲۰زره ناروغان چې ماشومان او نارینه هم پهکې شامل دي، د مراجعه کوونکو کتاب کې ثبت شوي. د غاښونو څانګه کې ډېری اومېندواره مېرمنې دي، لامل یې د ویټامین سي، مولټيویټامین او کلسیم کمښت دی.»
د پروان او پنجشېر د عامې روغتیا ریاستونو له لوري د ورکړل شویو شمېرو له مخې، تېر یوه کال کې د غاښونو ۳۵زره ناروغانو د یادو ولایتونو روغتیايي مرکزونو ته مراجعه کړې.
د یادو ولایتونو اوسېدونکې داسې مهال د غاښونو درملنې برخه کې د روغتیايي خدمتونو له کمښت شکایت کوي چې د ماشومانو لپاره د ملګروملتونو ملاتړې ادارې یونېسف درې میاشتې وړاندې، اعلان وکړ چې نهه میلیونه او ۵۰۰زره افغانان داسې سیمو کې ژوند کوي چې روغتیايي خدمتونو ته لاسرسی نهلري.