Asset 1SWN

کندهار کې هره ورځ ۹۰۰ راستانه شویو کسانو ته روغتیايي خدمات وړاندې کېږي

خدمات-صحی-به-مهاجران-770x433

د کندهار د سرې میاشتې ریاست مسوولان وايي چې هره ورځ دغه ولایت کې له پاکستان څخه راستنېدونکو لسګونو کسانو ته روغتایيي خدمات وړاندې کوي.

کندهار د سرې میاشتې ریاست امر شعب‌اغا سلام‌وطندار ته وویل چې د یاد ریاست د روغتیايي پرسونل یوشمېر ټیمونه بولدک، تخته‌پل ولسوالي او کندهار ښار کي د راستانه شویو کډوالو پر درملنه بوخت دي او هر ورځ تر ٩٠٠ کسان تداوي کوي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د یاد ریاست د نشراتو  مدیر شعیب‌اغا همداراز زیاته کړه چې د کندهار ښار او تخته‌پول ولسوالي کې د سرې میاشتې ریاست له لورې ۲۵۰ کورنیو ته چې شاوخوا ۱۰۰۰ کسان کېږي، خوراکي توکي وېشلې دي.

سلام‌‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

د  نوموړي په وینا، دغه ریاست په ورځنۍ کچه له ٥٠٠ څخه تر ١٢٠٠ کډوالو او ١٠٠ څخه تر ٢٥٠ کورنیو پورې ثبتوي او دغو راستانه شویوکډوالو ته د خوراکي توکو ترڅنګ روغتیايي خدمات هم وړاندې کوي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام