د ننګرهار په کوټ ولسوالي کې د څه باندې ۲۷ میلیونه افغانیو په ارزښت یو کانال جوړ او ګټېاخیستنې ته سپارل شوی دی.
د یاد ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست رییس عبدالستار محمد وایي، یاد کانال د دې ریاست په هڅو او د خوړو نړیوال پروګرام په مالي او د افغانستان راتلونکې نسلونو موسسې په تخنیکي همکارۍ جوړ شوی دی.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د نوموړي په وینا، د سید احمدخېلو او ډواني کانال د ۲۷ میلیونه ۳۷۴ زره ۶۷۷ افغانیو په لګښت جوړ او ګټېاخیستنې ته سپارل شوی دی.
هغه زیاته کړه چې یاد کانال ۵۸۳۰ متره اوږدوالی لري او د ۱۷ میاشتو په موده کې بشپړ او ۷۸۰ کسانو ته پهکې د کار زمینه برابره شوې وه.
د دې کانال په جوړولو سره ۱۶زره جریبه کرنیزې ځمکې ته د اوبو رسولو زمینه برابره شوې او ۶۰۰ جریبه نوې ځمکه اباده چې ورسره به۳۵۰۰ جریبه للمې ځمکې په ابي ځمکو بدلې شي.