Asset 1SWN

کاپیسا کې په ۱۲میلیونه افغانیو شپږ سربندونه او کانالونه جوړېږي

8888888

کاپیسا کې د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت له‌خوا د ۱۲ میلیونه افغانیو په لګښت د شپږو سربندونو او کرنیز کانالونو د جوړېدو چارې پیل شوې.

دغه سربندونه او کرنیز کانالونه به د یاد ولایت په شپږو ولسوالیو کې ورغول شي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

 د یادو سربندونو او کانالونو له ډلې یې د یوه سربند او دوو کانالونو د جوړېدو چارې د «لومړۍ حصې او تګاب» ولسوالیو کې پیل شوې او پاتې به یې هم پیل شي.

د یاددو سربندونو او کانالونو د رغېدو چارې د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت سرپرست محمدیونس اخند‌زاده او نورو چارواکو له لوري پرانېستل شوې.

د کاپیسا د کلیو او بیارغونې پراختیا رییس سیدابرار وايي چې په دغو رغنیزو پروژو کې به سلګونه کسانو ته د کار کولو زمینه برابره او په بشپړېدو سره به یې د یادو سیمو د اوسېدونکو ګڼې ستونزې هم هوارې شي.

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

کاپیسا د کابل په شمال کې پروت کرنیز ولایت دی چې د تېر کال سېلابونو یې سربندونه او کانالونه اوبو وړي چې له کبله یې کروندګر سخت زیانمن شوې دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام