Asset 1SWN

لوګر کې په پنځه میلیونه افغانیو د دوو پروژو چارې بشپړې شوې

۱

د لوګر د پل‌علم ښاروالي له لوري د تېرو درېوو میاشتو پرمهال یادې دوه پروژې بشپړې شوي چې د دغه ولایت والي او یوشمېر قومي مشرانو له لوري پرانېستل شوې.

د پُل‌علم ښاروال محمداسحق سعید سلام‌وطندار ته وویل، دغه دوه پروژې چې نږدې پنځه میلیونه افغانۍ پرې لګښت راغلی، په‌کې د پل‌علم ښار رڼا سېسټم، په اساسي ډول جوړول او پل‌علم ښار اړوند د لومړي امنیتي حوزې څلور لارې جوړول شامل دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

سعید د یادو پروژو د ساتنې برخه کې د ټولو ښاریانو پاملرنه اړینه وبلله او ترڅنګ یې زیاته کړه چې د تېر ۱۴۰۲ کال لړ کې د ښار ښایست او جوړولو په برخه کې یې هم ۶ مهمې پروژې پلي کړي.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

یوه قومي مشر سرور احمدزي د پل‌علم ښاروالي له یادو پروژو عملي‌کېدو څخه مننه وکړه او د ښار په ښکلا کې د ورته پروژو پلي‌کول، اغېزناک وبلل او له مرکزي ادارې څخه یې غوښتنه وکړه چې د پل‌علم ښار دننه عمومي سړکونو بیارغونې ته جدي پاملرنه وکړي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام