Asset 1SWN

لوګر کې د لیک‌لوست ۲۳۸ محلي ټولګي پرانېستل شول

---۰-۰-

د لوګر پوهنې ریاست چارواکي وایي، د ماشومانو لپاره د ملګروملتونو ملاتړې ادارې (UNICEF) له لوري په محمداغې او ازرې ولسوالیو کې ۲۳۸ نوي محلي ټولګي پرانېستل شوې دي.

د دغه ولایت پوهنې ریاست ویاند شاه‌پور عرب سلام‌وطندار  ته وايي، دغه محلي ټولګيو کې شاوخوا ۶ زره او  ۵۰۰ نجونو او هلکانو ته د لیک‌لوست زمینه برابره شوې چې له لومړي ټولګي څخه تر درېیم ټولګي پورې به په‌کې زده‌کوونکي زده‌کړې وکړي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

عرب زیاته کړه، یاد محلي ټولګي په هغو لروپرتو کلیوالیو سیمو کې جوړ شوي چې ماشومانو یې لیک‌لوست ته لاسرسی نه لري.

نوموړي وویل،«لوګر کې د یونېسف په مالي ملاتړ د وایفا (WYFA) موسسې له لوري سلګونه نوي سیمه ییز ټولګي رسما پرانېستل شول چې په یادو ټولګیو کې شاوخوا ۶ زره او ۵ سوه زده‌کوونکو ته چې ۹۰سلنه یې نجونې جوړوي، د لیک‌لوست زمینه برابره کړې ده.»

د نوموړي په وینا، د نویو پرانېستل شویو ټولګیو لپاره شاوخوا ۳۰۰ نارینه او ښځينه ښوونکي هم ګومارل شوي او په نږدې ورځو کې به د نویو پرانېستل شویو ټولګیو پر زده‌کوونکو کتابونه او قرطاسیه هم ووېشل شي.

د لوګر  اوسېدونکي هم خوښ دي چې د ماشومانو لپاره د ملګروملتونو ملاتړې ادارې /UNICEF له لوري په محمداغې او ازرې ولسوالیو کې له زده‌کړو بې‌برخې زده‌کوونکو ته نوي محلي ټولګي پرانېستل شول.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

باید وویل شي چې تېرکال هم د ژغورنې نړیوالې کمېټې(IRC) له لوري په مرکز پل‌علم او ولسوالیو کې شاوخوا زر محلي ټولګي پرانېستي وو چې په یادو ټولګیو کې ۳۰زره نجونو او هلکانو ته د لیک‌لوست زمینه برابره شوې وه.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام