
کابل کې له نشې روغ ۳۰۰ کسان له مسلکي زدهکړو فارغ شول
د کار او ټولنیزو چارو وزارت مسوولان وایي، یاد کسان د کابل په «آغوش» کمپ کې د شپږ میاشتني مسلکي روزنیز پروګرام تر بشپړولو وروسته فارغ شوي دي.

د کار او ټولنیزو چارو وزارت مسوولان وایي، یاد کسان د کابل په «آغوش» کمپ کې د شپږ میاشتني مسلکي روزنیز پروګرام تر بشپړولو وروسته فارغ شوي دي.

ملګري ملتونه وایي چې ورزش د نړیوالو موخو په ترلاسه کولو کې مهم رول لري او کولی شي ټولنیزې اړیکې پیاوړې کړي، زغم او یووالي ته وده ورکړي.
یاد سازمان نن (دوشنبه، د وري ۱۷مه) د ورزش د نړیوالې ورځې د نمانځنې په مناسبت پر خپله وېبپاڼه لیکلي چې ورزش د دوامدار پرمختګ لپاره ډېر مهم دی.

د کندوز د کرنې ریاست مسوولان وایي چې په دې ولایت کې د ملخانو پر ضد د مبارزې کمپاین په څو ولسوالیو کې پیل شوی، څو د کرنیزو حاصلاتو د زیان مخه ونیول شي.

د ننګرهار محلي مسوولان وایي چې د دې ولایت په خوږیاڼیو، پچیراګام او سپینغر ولسوالیو کې د کورونو د چتونو لوېدو له امله ۱۳ کسانو ته مرګژوبله اوښتې ده چې شپږ کسان شهیدان او اووه نور ژوبل دي.

د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت د هواپېژندنې ریاست له لوري په ۲۳ ولایتونو کې د درنو ورښتونو، تندر او سېلابونو د راوتلو له خبرداري سره هممهاله، د هېواد یوشمېر مهمې لارې لاهم د تګراتګ پر مخ تړلې پاتې دي.

د دې سروې له مخې، له ۲۵ ښځو څخه یوازې ۷ یې، وايي چې د انټرنېټ د لګښت په ورکړه کې ستونزه نهلري؛ خو پاتې ۱۸ بیا له اقتصادي ستونزو سره مخ دي او د انټرنېټ لګښت ورته دروند تمامېږي. د دغو ښځو میاشتنی لګښت د ۱۰۰۰ څخه تر ۳۰۰۰ افغانیو پورې رسېږي چې په ټولو مواردو کې د کورنۍ سرپرستان «لکه پلار، ورور او یا خاوند» دا لګښتونه پر غاړه لري.

یاد ریاست په یوه خبرتیا کې ویلي چې په هرات، فراه، نیمروز، هلمند، بادغیس، فاریاب، غور، دایکندي، روزګان، کندهار، زابل، پکتیکا، غزني، میدانوردګ، بامیان، سرپل، جوزجان، بلخ، بغلان، پروان، پنجشېر، کاپیسا، کابل، لوګر، پکتیا، خوست، ننګرهار، لغمان، کونړ، نورستان او بدخشان ولایتونو کې د بارانونو احتمال شته.

د هرات ښار چې له اوږدې مودې راهیسې د دودیزو ټولنیزو جوړښتونو او د ښځو د کار او ټولنیز حضور په اړه د محافظهکارو او محدودو لیدلورو له امله پېژندل کېږي، د ښځو رول په بازار او سوداګرۍ کې، په ځانګړي ډول د پلور دنده، له یوې ساده اقتصادي چارې څخه اوښتې او د ټولنیزو بدلونونو یوه مهمه برخه ګرځېدلې ده.

۲۵کلنه تفسیر برکي د کابل اوسېدونکې ده چې د ستونزو پر وړاندې یې تسلیمېدو ته غاړه نهده ایښې. نوموړې څلور کاله وړاندې د «مودلین برنډ» په نوم د خیاطۍ او لاسي صنایعو کارگاه په انلاین بڼه جوړه کړه او ۱۰۰زره افغانۍ لګښت یې پرې وکړ او له تېر یوه کال راهیسې یې فعالیتونه حضوري بڼه هم غوره کړې ده.

د بلخ محلي مسوولان وايي چې په مزارشریف ښار کې د هګیو او چورګوړو د تولید یوې سترې کارخونې د جوړېدو د بنسټ ډبره کېښودل شوه.
د چارواکو په وینا، دا کارخونه د افغان او اوزبیک پانګهوالو په ګډه پانګونه جوړیږي چې ټول لګښت یې شاوخوا ۶۰ میلیونه امریکایي ډالرو ته رسېږي.

د بدخشان د درواز اړوند د پنځهګونو ولسوالیو اوسېدونکي د مخابراتي خدمتونو له سخت کمښت سره مخ دي. د سیمې اوسېدونکي وايي چې د کورنیو مخابراتي شبکو د نشتوالي له امله اړ دي چې د اړیکو ټینګولو لپاره د ګاونډي تاجیکستان له مخابراتي شبکو څخه کار واخلي.

د افغانستان او اوزبیکستان ترمنځ د سوداګریز تواصل کنفرانس شپږمې ناستې پرمهال چې په کابل کې جوړ شوی و، د دواړو هېوادونو د خصوصي سکټور ترمنځ د ۵۱۴ مېلیون او ۸ سوه زره ډالرو په ارزښت هوکړهلیکونه لاسلیک شوې دي.

د خوست امنیه قومنداني مسوولان وايي، هغه څلور وسلوال غله یې نیولي چې د نظامي کسانو په نوم به د خلکو کورونو ته ورننوتل او غلاوې به یې کولې.
د یادې قومنداني ویاند طاهر احرار ویلي، دا کسان نن یکشنبه، وري نهمه، د جنایي جرمونو پر وړاندې د مبارزې د منسوبینو لهخوا نیول شوي دي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت اعلان کړی چې د افغانستان او اوزبیکستان د خصوصي سکتورونو ترمنځ د ۵۱۴ میلیونه او ۸۰۰زره ډالرو په ارزښت څو هوکړهلیکونه لاسلیک شوي دي.
یاد وزارت نن (یکشنبه، د وري ۹مه) پر خپله اېکسپاڼه لیکلي چې دغه هوکړهلیکونه د دواړو هېوادونو د سوداګریزو ناستو پرمهال د خصوصي سکتورونو ترمنځ لاسلیک شوي دي.

د پروان او کاپیسا ولایتونو غرنۍ او لرې پرتې سیمې چې د مالدارۍ او طبیعي ښکلا له مهمو مرکزونو څخه ګڼل کېږي، لاهم د جګړو د پاتو چاودېدونکو توکو له امله د مرګ له خاموش او دوامداره ګواښ سره مخ دي.
ځايي اوسېدونکي وایي چې د غرونو هره لاره اوس د ژوند پر ځای د وېرې او خطر نښه ګرځېدلې ده.

د هرات محلي مسوولان وايي، له دې وروسته د ایران د ترانزیتي وسایطو موټرچلوونکي د اسلامقلعه سرحدي بندر ته د ننوتلو لپاره د ویزې او «وردپاس» اخیستو ته اړتیا نهلري.