
بادغیس کې د ملخانو یرغل؛ د ۱۲۰۰هکټار ځمکې د زیان مخنیوی شوی
د بادغیس د کرنې او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي چې د ملخانو د یرغل له امله یې د شاوخوا ۱۲۰۰هکټاره کرنیزې ځمکې د حاصلاتو د لهمنځه تلو مخنیوی کړی دی.

د بادغیس د کرنې او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي چې د ملخانو د یرغل له امله یې د شاوخوا ۱۲۰۰هکټاره کرنیزې ځمکې د حاصلاتو د لهمنځه تلو مخنیوی کړی دی.

د هرات د چاپېریال ساتنې ریاست مسوولان وایي چې په دې ولایت کې ۳۲ وحشي مرغان له ناقانونه نیونې وروسته بېرته خپل طبیعي چاپېریال ته خوشې شوي دي.

سره له دې چې په تېرو دوو کلونو کې د غزني ښار په یوشمېر برخو کې محدود عامه تفریحي ځایونه جوړ او یا هم رغول شوي، خو لاهم په دې نسبتاً لوی او ګڼمېشتي ښار کې د ماشومانو لپاره ځانګړی او معیاري تفریحي پارک نه تر سترګو کېږي.

په دې راپور کې یوشمېر مېرمنو سلاموطندار سره د مرکو پرمهال ویلي چې ټولنیز محدودیتونه په حضوري بڼه ښوونیزو موادو ته د دوی لاسرسی له ستونزو سره مخ کړی او په انلاین بڼه خپلو زدهکړو ته دوام ورکوي.

دا داسې حق دی چې که تر پښو لاندې شي، ان د طلاق غوښتنې ته هم لاره هوارولی شي. سره له دې، یوشمېر ښځې په خپل ګډ ژوند کې د مینې او عاطفي درک له نشتوالي شکایت کوي او وايي، دا حالت یې پر رواني وضعیت ناوړه اغېز کړی دی.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت وایي چې د هېواد د مخابراتي پوښښ د پراختیا، لروپرتو سیمو ته د خدماتو د رسولو او د مخابراتي سکتور د لاښه والي لپاره به له خصوصي مخابراتي شرکتونو سره ګډ کار ته دوام ورکړي، څو خلکو ته باکیفیته او پرمختللي خدمات وړاندې شي.

د لوګر د محمداغې ولسوالي اړوند زاهداباد سیمه کې پرون «سهشنبه، غويي اتمه» مازدیګر شاوخوا څلور بجې د سختو اورښتونو له امله سېلابونه راوتلي چې ځایي اوسېدونکو ته یې پراخ مالي زیانونه اړولي دي.

د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسون مسوولان وايي چې پرون سهشنبه، غويي اتمه، له ګاونډیو هېوادونو څخه شاوخوا ۴,۴۸۶ افغانان بېرته هېواد ته راستانه شوي دي.
په دغو کسانو کې له ۸۵۰ څخه زیاتې کورنۍ شاملې دي.

د افغانستان اسلامي امارت د ریاستالوزرا د دفتر عمومي رییس، ملا عبدالواسع، د افغانستان لپاره د بریتانیا له ځانګړي استازي ریچارډ لیندسي سره کتلي دي.
په دې لیدنه کې دواړو لورو د افغانستان او بریتانیا ترمنځ د اړیکو پر اهمیت، د بشري وضعیت پر ښهوالي، او د افغان کډوالو پر موضوع خبرې کړې دي.

د کابل ښار شپې چې باید د ارام او سکون نښه وي، د یوشمېر اوسېدونکو لپاره یې د وېرې، تیارو او نامعلومو خطرونو کیسه ګرځېدلې ده. هغه مهال چې لمر له دې ښاره خپله لمن ټوله کړي او ښار ورو ورو په چوپتیا کې ډوب شي، د کوڅو تیاره، د برښنا نشتوالی او د امنیتي اندېښنو سیوری، د ځینو شپه له وېرې سره مل کړي.

د پېښو پر وړاندې د مبارزې لپاره د چمتووالي ملي ادارې له نن ورځې راهیسې د غويي تر اتمې پورې په یوشمېر ولایتونو کې د سختو بارانونو، سېلابونو، تندر او برښنا او قوي بادونو د راوتلو اټکل کړی دی.

د هېواد په ۷ ولایتونو کې له ۱۳ نجونو سره د سلاموطندار د خبرو پایلې ښيي چې کورنۍ تر ډېره د بېوزلۍ، اولاد نهلرلو، یا د ټولنیزو ستونزو په دلیل د یوه ماشوم سرپرستي په غاړه اخلي؛ هغه بهیر چې د ځینو دغو نجونو لپاره د تبعیض، د هویت بېبرخلیکتوب او رواني ننګونو په څېر پایلې له ځانه سره لري.

د فاریاب د میمنې ښار په یوه کوچني خو خوځنده کارخونه کې د تازه پخو کلچو ښکلې فضا خپره ده؛ داسې ځای چې د تنور تودوخه د یوې ځوانې نجلۍ له هڅو سره ګډه شوې او د هیلو یوه ژوندۍ کیسه ترې جوړوي.
په دې کارخونه کې ۲۳کلنه بصیره په خپلو لاسونو د اوړو پر ګډولو بوخته ده.

د هرات د چاپېریال ساتنې ریاست مسوولان وايي چې د کرک په نوم ۲۲ مرغان چې له سرغړوونکو کسانو څخه ضبط شوي وو، بېرته طبیعت

سره له دې چې په افغانستان کې د ټکنالوژۍ د پرمختګ پر وړاندې ګڼ خنډونه شته چې د مناسب زېربناوو نشتوالی، د انټرنېټ لوړ لګښت او د نړیوالو حسابونو د جوړولو محدودیتونه، خو بیا هم یوشمېر ځوانانو په دې برخه کې د پام وړ لاستهراوړنې درلودلې دي.

په سرپل کې یوشمېر ښځې وایي چې د زېږون ترمنځ د مناسب واټن د ارزښت په اړه د پوهاوي نشتوالی او همدارنګه د کورنیو فشارونو، دودونو او باورونو له امله اړ شوې چې پرلهپسې زېږون وکړي.
دوی زیاتوي چې دې وضعیت ورته جدي فزیکي ستونزې رامنځته کړي او په ځینو مواردو کې یې ان د جنین د سقط لامل هم شوی دی.