د کابل ښار شپې چې باید د ارام او سکون نښه وي، د یوشمېر اوسېدونکو لپاره یې د وېرې، تیارو او نامعلومو خطرونو کیسه ګرځېدلې ده. هغه مهال چې لمر له دې ښاره خپله لمن ټوله کړي او ښار ورو ورو په چوپتیا کې ډوب شي، د کوڅو تیاره، د برښنا نشتوالی او د امنیتي اندېښنو سیوری، د ځینو شپه له وېرې سره مل کړي.

د پلازمېنې یوشمېر اوسېدونکي سلام‌وطندار ته وایي، هغه کسان چې د کار، زده‌کړو یا نورو اړینو چارو له امله تر ناوخته بهر پاتې کېږي، د شپې پرمهال کور ته د ستنېدو پروخت له جدي ستونزو سره مخ وي. تیاره کوڅې، تیارې لارې او ناپېژنده امنیتي وضعیت د دې لامل شوی چې ډېری خلک د شپې تګ‌راتګ ته زړه ښه نه‌کړي.

احسان الله مبارز چې د کابل ښار د دولسمې ناحیې اوسېدونکی او د پوهنتون محصل دی، وایي، هره شپه د کور پر لور د تګ پرمهال له وېرې سره مخ وي.

هغه زیاتوي چې له پوهنتونه ناوخته رخصتېږي او تر کوره پورې اوږده لاره په بایسکل وهي. د ده په وینا، په لاره کې بشپړه تیاره وي، کوڅو کې د برښنا څراغونه نشته او دا وېره ورسره وي چې څوک یې مخه ونه‌نیسي او شخصي توکي ترې وانه‌خلي.
هغه وایي: «زما کور د بت‌خاک څلورلارې ته نږدې دی. هره شپه چې له پوهنتونه کور ته راځم، لاره توره تیاره وي، دوکانونه تړلي وي او هېڅ رڼا نه وي. ډېر وخت له دې وېرې سره مخ یم چې څوک مې ونه دروي او موبایل یا پیسې رانه وانخلي.»

دا اندېښنه یوازې د محصلینو تر کچې محدوده نه ده، بلکې ښځې هم له ورته ستونزو سره مخ دي. حسنا لطیف د کابل ښار د یک‌توت سیمې اوسېدونکې او په یوه خصوصي ښوونځي کې ښوونکې ده. هغه وایي، کله ناکله اړ کېږي چې ناوخته کور ته لاړه شي.

هغې وویل چې د کوڅو تیاره او د سړکونو خراب وضعیت د دې لامل کېږي چې نه یوازې لاره په سمه توګه ونه‌ویني، بلکې د غلو او کوڅه‌ډبه سپیو له وېرې هم اندېښمنه وي.

نوموړې وویل: «کله چې کوڅه تیاره وي، انسان ځان خوندي نه احساسوي. نه خلک سم پېژندل کېږي او نه هم لاره روښانه وي. دا حالت د وېرې سبب کېږي او هر څوک د غلا یا بلې پېښې احتمال احساسوي.»

د کابل ښار یو بل اوسېدونکی منصور چې په دولسمه ناحیه کې دوکان لري، وایي، د شپې ناوخته د کور پر لور تګ ورته تل له اندېښنو ډک وي. هغه ټینګار کوي چې د برښنا نشتوالی نه یوازې د خلکو تګ‌راتګ ستونزمن کړی، امنیتي خطرونه یې هم زیات کړي دي.

دی وایي: «کله چې کور ته ځم، لاره بېخي تیاره وي. نه یوازې دا چې سمه لاره نه شم لیدلی، بلکې له امنیتي اړخه هم ډارېږم. اړینه ده چې هم خلک پر خپلو کورونو څراغونه ولګوي او هم اړوندې ادارې د ښار کوڅې روښانه کړي.»


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


په کابل کې د برښنا پرچاوۍ چې ډېری وختونه اوږده دوام کوي، د دې ستونزې یو مهم لامل بلل کېږي. افغانستان لاهم د خپلې اړتیا ډېره برښنا له ګاونډیو هېوادونو واردوي، او د تخنیکي ستونزو، پورونو یا سیاسي لاملونو له امله دا واردات کله ناکله کمېږي چې پایله یې د ښارونو په تیارو کې ډوبېدل دي.

بل‌خوا، د ښاري پراختیا چټک بهیر او د نفوس زیاتوالی هم د دې لامل شوی چې ډېری فرعي کوڅې له بنسټیزو اسانتیاوو، لکه د سړک څراغونو او منظمې برښنا شبکې، بې‌برخې پاتې شي. دا حالت په ځانګړي ډول په هغو سیمو کې ډېر محسوس دی چې تازه جوړې شوي یا لږترلږه پاملرنه ورته شوې ده.

د کابل ښاروالۍ چارواکي بیا وایي چې د دې ستونزې د حل لپاره یې هڅې پیل کړې دي. د ښاروالۍ ویاند نعمت‌الله بارکزی وایي، په تېرکال کې د ښار په بېلابېلو برخو کې له لسو زرو څخه ډېر د برښنا پایې لګول شوي او پلان لري چې دا لړۍ نوره هم وغځوي، څو فرعي کوڅې هم له روښنايي برخمنې شي.

هغه سلام‌وطندار ته وویل: «موږ هڅه کړې چې د کابل په مهمو سړکونو کې د برښنا پایې نصب کړو. په راتلونکي کې به هڅه وکړو چې فرعي کوڅو ته هم دا اسانتیا وغځوو، څو خلک د شپې له ستونزو سره مخ نه شي.»

سره له دې هڅو، د کابل ډېری اوسېدونکي لاهم د عملي بدلون په تمه دي. هغوی باور لري چې یوازې ژمنې بسنه نه‌کوي، دوامداره او اغېزمن اقداماتو ته اړتیا ده، څو ښار د شپې له تیارو او وېرې څخه راووځي.

خو له دې سره سره د کابل کوڅې به په تیارو کې تر هغه وخته د ځینو لپاره د ویرې او اندېښنې لامل وي چې کوڅې په څراغونو روښانه شوې نه‌وي او دې برخه کې د اړوند ادارو ترڅنګ ولس هم لاس په‌کار شوی نه‌وي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام