سره له دې چې په افغانستان کې د ټکنالوژۍ د پرمختګ پر وړاندې ګڼ خنډونه شته چې د مناسب زېربناوو نشتوالی، د انټرنېټ لوړ لګښت او د نړیوالو حسابونو د جوړولو محدودیتونه، خو بیا هم یوشمېر ځوانانو په دې برخه کې د پام وړ لاستهراوړنې درلودلې دي.
دا لاستهراوړنې د مالي مدیریت، حسابدارۍ، د ژبې د زدهکړې او د روغتیايي خدماتو د ښهوالي لپاره د اپلېکېشنونو جوړول رانغاړي، چې نه یوازې په ملي کچه بلکې په نړیواله کچه هم کارول کېږي.
د تخار اوسېدونکی ۲۴کلن عبدالباعث ولیزاده، چې د کمپیوټر ساینس په برخه کې یې د لیسانس تر کچې زدهکړې کړي، یو اپلېکېشن د «بکسک» په نوم جوړ کړی دی. دا اپلېکېشن له کاروونکو سره مرسته کوي چې خپل عاید او لګښتونه په منظم ډول مدیریت کړي. هغه دا اپلېکېشن د ډېرو ستونزو سره سره په نړیوالو پلېټفارمونو کې خپور کړی او هدف یې دا دی چې د هغو ستونزو لپاره حل لارې وړاندې کړي چې خپله ورسره مخ شوی و.
عبدالباعث ولیزاده وایي: «بکسک یو داسې پروګرام دی چې په ګوګلپلې کې خپور شوی دی. دا د کاروونکي عاید او لګښتونه مدیریت کوي. مثلاً یو څوک چې پیسې په جېب یا بکس کې ږدي او بیا یې مصرفوي، کله بیرته ګوري چې زر یا دوه زره افغانۍ یې کمې شوې دي او نه پوهېږي چې چیرته مصرف شوې دي. دا اپلېکېشن د همدې ستونزې مخه نیسي او ټول عاید ثبتوي، او آفلاین هم کار کوي. ما خپله له همدې ستونزې سره مخ وم، پیسې مې سمې نه شوای مدیریت کولی، نو دا فکر راته پیدا شو.»
بل ځوان ۲۷کلنعبدالرحمان پوپل د کندوز اوسېدونکی هم د کمپیوټر ساینس په برخه کې لیسانس لري. هغه د «ایګزکت» په نوم یو سافټویر جوړ کړی چې د صرافانو او انباردارانو لپاره د حسابدارۍ او مالي چارو په برخه کې کارېږي، او ان په ګاونډیو هېوادونو او له هغې ورهاخوا هم کارول کېږي. دا سیسټم توانېدلی چې د معاملاتو وخت له څو دقیقو څخه څو ثانیو ته راکم کړي.
عبدالرحمان پوپل وایي: «کله چې زما کورنۍ ته پیسې راتلې، زه به صرافانو ته تللم چې حواله اجرا کړي، ډېر وخت به یې نیوه. بیا مې له ځینو صرافانو سره خبرې وکړې چې یو حسابداري سیسټم جوړ کړو چې کارونه مو کمپیوټري شي. له فراغت وروسته مې په لومړي ګام کې د همدې سیستم جوړولو ته مخه کړه، وروسته مې له صرافانو څخه طرحې واخیستې، په دویم ګام کې مې ډیزاین وکړ، او په درېیم ګام کې مې سافټویر جوړ او بازار ته وړاندې کړ.»
هغه زیاتوي چې د دې سافټویر په مرسته کاروونکي کولی شي خپل د حسابدارۍ ټولې چارې په اسانۍ سره له موبایل او کمپیوټر څخه وڅاري.
هغه وایي: «ما چې هر صراف له دې سیستم سره نښلولی، کار یې ورته لا اسانه شوی دی؛ هغه کارونه چې مخکې به په یوه اوونۍ یا یوه میاشت کې کېدل، اوس په یوه ورځ کې کېږي. که مخکې به یې یو حواله په ۱۰ دقیقو کې کوله، اوس یې په یوه دقیقه کې کوي. همدارنګه ګدامدار چې له دې سیستم څخه استفاده کوي، هره دقیقه پوهېږي چې په ګدام کې څومره مال لري، څومره یې پلورل شوي دي. همدا ډول که څوک په د تېلو ټانک کې وي، هره دقیقه ورته څرګنده وي چې په کوم ټانک کې څومره تېل موجود دي.»
دا نوښتګر ځوان یوازې د حسابدارۍ سافټویر نه دی جوړ کړی، بلکې د «قاموس» او «کلام» په نوم یې دوه نور اپلېکېشنونه هم جوړ کړي، چې تراوسه یې له ۱۰۰ زرو څخه ډېر ډاونلوډونه ترلاسه کړي دي. دا اپلېکېشنونه د انګلیسي ژبې د زدهکړې لپاره جوړ شوي دي. هغه وایي چې په نږدې راتلونکي کې یو بل مهم پروګرام هم لري چې هدف یې د روغتیا په برخه کې د خدماتو ښهوالی دی.
عبدالرحمان ټینګار کوي: «هغه اپلېکېشنونه چې ما جوړ کړي، قاموس او کلام دي، څو محصلین انګلیسي ژبه په سمه توګه زدهکړي. بل پلان مې د روغتیا په برخه کې دی چې ډاکټران وکولای شي نسخه د همدې سیستم له لارې ولیکي او کله چې ناروغان دوهم ځل مراجعه کوي، وپوهېږي چې مخکې ورته کومه نسخه ورکړل شوې وه او دا ځل څه درمل ورکړل شي. همدارنګه لابراتوارونو ته به معلومه وي چې کوم ټېسټونه ترسره شوي دي، او دواخانه به پوهېږي چې څومره خرڅلاو یې کړی، کوم درمل نېږدې د ختمېدو نېټه لري، څومره ګټه او څومره زیان لري.»
په همدې حال کې ۲۲کلن اقبال احمدي، د پروان اوسېدونکی دی چې د کمپیوټرساینس په برخه کې د لیسانس سند لري، یو اپلېکېشن د ماشومانو لپاره د دري ژبې د زدهکړې په موخه جوړ کړی دی. خو د بانکي حسابونو د جوړولو او د مالي امکاناتو د کمښت له امله یې ونه شو کولای چې دا اپلېکېشن په نړیوالو پلېټفارمونو کې خپور کړي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
هغه وایي: «دا یو اپلېکېشن دی چې په دري ژبه د غیر دري ژبو لپاره جوړ شوی دی، په ځانګړي ډول هغو ماشومانو لپاره چې په بهر کې ژوند کوي. زموږ ډېر هموطنان چې بهر کې دي، ماشومان یې نه شي کولای خپله مورنۍ ژبه سمه زده کړي. له ستونزو سره مخ شوم، ځکه بانکي اکونټونه راته په لاسرسي کې نه وو او هم د پلیسټور د خپرولو لپاره مالي امکانات نه وو.»
له بلخوا د کابل پولیتخنیک پوهنتون د کمپیوټر ساینس پوهنځي استاد او رییس، ارشاداحمد هاشمزی، د دې برخې د زدهکړو د زدهکړیالانو د خلاقیت د زیاتوالي خبره کوي او وایي، د دوی د ظرفیت لوړولو لپاره په پوهنتون کې سیالۍ جوړېږي چې له همدې سیالیو څخه ځینې زدهکړیالان داسې اپلېکېشنونه جوړ کړي چې په ملي او نړیواله کچه کارول کېږي.
هغه زیاتوي: «په پولیتخنیک پوهنتون کې د زدهکړیالانو د تشویق لپاره د پروګرام لیکلو او سافټویر جوړولو سیالي او بېلابېل پروګرامونه جوړېږي. د همدې پوهنتون د زدهکړیالانو له لوري ګڼشمېر سافټویرونه او اپلېکېشنونه جوړ شوي، لکه د ښوونځیو او خصوصي پوهنتونونو لپاره ځانګړي اپلېکېشنونه، او همدارنګه د روغتیا او نورو برخو لپاره بېلابېل سیسټمونه او پروګرامونه رامنځته شوي دي.»
د ټکنالوژۍ د برخې کارپوهان باور لري چې د زېربناوو پراختیا او د سټارټاپونو ملاتړ کولی شي په افغانستان کې د ځوانانو لپاره د ټکنالوژۍ په ډګر کې د پرمختګ لاره لا هواره کړي. د چټک او ارزانه انټرنېټ برابرول، د تخصصي روزنیزو مرکزونو جوړول، او د فکري ملکیت قانوني ملاتړ هغه مهم اقدامات دي چې د دې ځوانانو د لا بریا لپاره اړین ګڼل کېږي.
د ټکنالوژۍ کارپوه قریب ارین، وایي: «حکومت کولی شي د مناسب چاپېریال په برابرولو سره د اپلېکېشنونو په پراختیا کې مهم رول ولوبوي. دا کار د پرمختللې زېربنا، د چټک او ارزانه انټرنېټ برابرولو، د کارآفرینانو لپاره د مرکزونو جوړولو، او د فکري ملکیت د قانوني ملاتړ له لارې ممکن دی. همدارنګه د کورنیو او بهرنیو پانګونو او مالي اسانتیاوو په وسیله کولای شي له فعالو سټارټاپونو ملاتړ وکړي.»
یاده دې وي چې دا ټکنالوژیکي پرمختګونه د ځوانانو له لوري په داسې حال کې کېږي چې ډېری وګړي لاهم د ثابتې برښنا، چټک او ارزانه انټرنېټ او اساسي انټرنېټي خدماتو ته لاسرسی نه لري. سربېره پر دې، د لرې پرتو سیمو اوسېدونکي حتٰی د مخابراتي خدماتو او لنډمهاله برېښنا له اسانتیاوو هم بېبرخې دي.


