
د نیالګیو کینول او عامه پوهاوی؛ د چاپېریال ساتنې لپاره د ځوانانو هڅې!
په افغانستان کې د چاپېریال د خرابېدو جدي ګواښونه، لکه د ځنګلونو پراخ پرې کېدل، وچکالي او ککړتیا، د دې لامل شوي چې یوشمېر ځوانان د طبیعت د ژغورنې لپاره عملي هڅې پیل کړي. دغه ځوانان د نیالګیو کېنولو، د غرنیو بوټو د تخمونو راټولولو او خلکو ته د پوهاوي ورکولو له لارې هڅه کوي چې د هېواد لپاره یو زرغون او پیښتلرونکی راتلونکی جوړ کړي.














