Asset 1SWN

د کابل اوسېدونکي: اختر لپاره دې امنیت ونیول شي؛ کورنیوچارو وزارت: تدابیر نیول شوي

نیروهای طالبان در کابل

د کابل ښار یوشمېر اوسېدونکي له کورنیو چارو وزارت څخه غواړي چې د اختر ورځو پرمهال د امنیت ټینګښت لپاره لا زیاتې هڅې وکړي.

دوی وايي، د کورنیو چارو وزارت باید هغو ځایونو کې چې د اختر ورځو کې د خلکو ګڼه‌ګوڼه په‌کې زیاته وي، سخت امنیتي تدابیر ونیسي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د کابل ښار یوه اوسېدونکي طوفان وویل: «له کورنیو چارو وزارت څخه مې دا غوښتنه ده چې د اختر ورځو پرمهال هغو سیمو کې چې ګڼه‌ګوڼه ډېره ده، امنیت ونیسي.»

په ورته مهال د کابل یوه بل اوسېدونکي محمدسلیم وویل: «د ګڼې‌ګوڼې سیمو چې د اختر ورځو پرمهال خلک تفریحي ځایونو ته ځي، باید امنیت ونیول شي.»

په همدې حال کې د کورنیو چارو وزارت مسوولان وایي، د کوچني اختر ورځو لپاره بشپړ امنیتي تدابیر نیول شوي.

د کورنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال بسم‌الله حبیب وویل، د پولیسو د خدماتو څانګې هم په ټول هېواد کې د احتمالي امنیتي ضد پېښو د مخنیوي لپاره چمتو دي.

نوموړي وویل: «خلکو ته ډاډ ورکوو چې د اختر ورځو پرمهال د جوماتونو او هغو سیمو کې چې د خلکو ګڼه‌ګوڼه په‌کې ډېره ده، امنیت به نیول کېږي. د احتمالي پېښو لپاره د پولیسو اطفاییه، روغتیايي مرکزونه او د پولیسو د ۱۱۹ معلوماتي مراکز فعاله دي.»

د دغه وزارت چارواکو له خلکو غوښتي چې د شکمنو پېښو د لېدو په صورت کې له پولیسو سره همکاري وکړي.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

د کورنيو چارو وزارت د کوچني اختر په ورځو کې د ټرافيکي پېښو د مخنيوي په موخه له موټر چلوونکو هم غوښتي چې د موټر چلولو پر مهال ټرافيکي اصول مراعت کړي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام