د جوزجان امنیتي مسوولان وايي چې د یاد ولایت په ولسوالیو او ښار کې د لوی اختر د نمانځنې او د خلکو د لا ښه امنیت په موخه په بېلابېلو سیمو کې امنیتي کمربندونه جوړ کړي دي.

د جوزجان امنیه قومندان داملا سراج‌الدین احمدي وايي چې د دغه ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د اختر ورځو پرمهال د امنیت ټينګښت لپاره چمتووالی لري او د هر راز امنیتي پېښو مخه به نیسي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د جوزجان د امنیې قومندان په وینا، د یوه جوړ شوي پلان له مخې یې، د جوزجان په جوماتونو، عبادت‌ځایونو او نورو هغو سیمو چې د خلکو ګڼه ګوڼه ډېره ده، امنیتي ځواکونه ځای پر ځای شوي دي.

په ورته مهال د جوزجان اوسېدونکي وايي، د دغه ولایت به مرکز او ولسوالیو کې هېڅ امنیتي ستونزې نشته او له اندېښنې پرته خپل ژوند مخې ته وړي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

بل‌خوا د یو‌شمېر امنیتي حوزو مسوولان ډاډ ورکوي چې د امنیت د ټينګښت وړتیا لري او چا ته به اجازه ورنه‌کړي چې د اختر په ورځو کې امنیت خراب او نظم خراب کړي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام