Asset 1SWN

بادغیس کې د چت لوېدو له امله د یوې کورنۍ درې غړي مړه شوي

بادغیس

د بادغیس امنیتي مسوولان وايي چې د دغه ولایت اړوند سیمه کې د یوه کور د «ګوټې د چت» لوېدو له امله د یوې کورنۍ درې غړي مړه شوې دي.

د یاد ولایت د امنیې قومنداني د رسنیو دفتر په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې دغه پېښه د دې ولایت په اب‌کمري ولسوالي کې رامنځته شوې.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې مړه شوي، ټول د یوې کورنۍ غړي دي چې مور او دوو زامنو یې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

خبرپاڼه کاږي: «تېره شپه لس بجې د اب‌کمري ولسوالي اړوند ګل‌خانه‌يي سیمه کې د سخت باران د ورېدو له امله د یوه کور چت لوېدلی چې له امله یې یوه مور او دوو ماشومانو یې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.»

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

یاده پېښه داسې مهال رامنځته کېږي چې له دې وړاندې هم دغه ولایت او نورو ولایتونو کې د اورښتونو له امله د کورونو چتونه لوېدلي او ځینو پېښو کې یې خلکو خپل ژوند له لاسه ورکړی او ټپیان شوې هم دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام