Asset 1SWN

سهیل شاهین: د افغان سېکانو د غصب شویو شتمنیو د خلاصون بهیر پیل شوی

سهیل-شاهین

قطر کې د سرپرست حکومت د سیاسي دفتر مشر سهیل شاهین وايي، د ځمکو د غصب مخنیوي او د ځمکو د استرداد کمېسیون د افغان هندوانو او سېکانو د غصب شویو شتمنیو د خلاصون بهیر پیل کړی.

یاد کمېسیون د عدلیې وزارت له لوري جوړ شوی او په هېواد کې د ځمکو د غصب مخنیوي اړوند چارې مخته وړي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

سهیل شاهین له یوې هندۍ رسنۍ سره په مرکه کې ویلي، دغه کمېسیون به هندوانو او سیکانو ته د دوی ټولې هغه شتمنۍ بېرته وسپاري چې د تېر حکومت پر مهال غصب شوي دي.

د افغانستان په ډېری ولایتونو کې افغان سېکان او هندوان ژوند کوي چې د تېرو کلونو پرمهال یې شتمني او ځمکې غصب او لوټل شوي دي.

د سرپرست حکومت په راتلو سره ګڼ‌شمېر افغان سېکان او هندوان هند ته کډوال شوي او یوازې د ګوتو په شمېر کسان پلازمېنه او ځینو ولایتونو کې ژوند کوي.

په ورته مهال سهیل شاهین د مرکه کې هېواد ته د افغان سیکانو د یوه مشر نریندرا سینګ خالصه بېرته ستنېدل مهم ګڼلي او په وینا یې، هغه له افغان شخیصتونو سره د تماس کمېسیون په هلوځلو هېواد ته ستون شوی دی.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

نرېندرا خالصه د جمهوري حکومت پر مهال د ولسي جرګې غړی و او د سرپرست حکومت په واکمنېدو سره کاناډا ته کډوال شوی و.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام