Asset 1SWN

یونیم کال کې ۹۰۰ افغان سېکان او هندوان له افغانستانه وتلي

B648CA32-056E-4AC2-AE67-E435FF4B9D1E_w1200_r1

هېواد کې د هندوانو او سېکانو د عبادت‌‌ځایونو مسوولان، د سېکانو او هندوانو وضعیت څخه اندېښنه ښيي. دوی وايي، د اسلامي امارت واکمنېدو راهیسې څه باندې ۹۰۰ افغان هندوان او سېکان افغانستان څخه وتلي او اوس یې ډېر کم‌شمېر هېواد کې پاتې دي.

هېواد کې د هندوانو او سېکانو د یوه عبادت‌ځای مشر من مهندسنګ کورانا سلام‌وطندار ته ویلي، د اسلامي امارت له واکمنېدو مخکې هېواد کې شاوخوا ۹۰۰ افغان سېکانو او هندوانو ژوند کاوه چې په وینا یې، اوس یې شمېر ۴۰ کسانو ته راکم شوی دی.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

نوموړي وویل: «د اسلامي امارت له حاکمیت مخکې افغانستان کې ۹۰۰ سېکان او هندوان اوسېدل چې د کابل په کارته‌پروان سیمه کې پر دوی له برید وروسته ګڼ‌شمېر سېکان او هندوان له افغانستانه ووتل او اوس شاوخوا ۴۰ کسان دغه هېواد کې ژوند کوي.»

په ورته وخت کې یو افغان سېک چې د امنیتي ګواښونو له وېرې نه غواړي نوم یې په دې راپور کې خپور شي، سلام‌وطندار ته ویلي، افغانستان څخه وتل ورته ګران کار دی او تر هغه چې اړ نه‌شي، هېواد کې پاتې کېږي.

نوموړي وویل: «وطن، وطن دی او د وطن خاوره هېڅ ځای کې نه پیدا کېږي، لکه څنګه چې مور او پلار د چا له یاده نه ځي، وطن هم د چا له یاده نه ځي او دا هېواد به هېڅ‌کله پرې‌نه‌ږدم.»

د یادونې ده چې تېرو څو کلونو کې د افغان هندوانو او سېکانو پر بېلابېلو عبادت‌ځایونو څو ځله وسله‌وال بریدونه او چاودنې شوي او دغه قومي او مذهبي لږکیو ته یې درنه مرګ‌ژوبله اړولې ده.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

وروستي مورد کې هم د روان کال د جوزا په ۲۸مه د کابل کارته‌پروان کې د افغان هندوانو او سیکانو پر درمسال وسله‌وال برید وشو. له دغه برید وروسته، د روان کال میزان میاشت کې ۵۵ افغان سیکان او هندوان یوه ځانګړې الوتنه کې هند ته لاړل.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام