اوزبکستان د حیرتان – مزارشریف د اوسپنې پټلۍ بیارغوي

د هېواد د اوسپنې پټلۍ ادارې مسوولان وايي، د دغې ادارې رییس بخت‌الرحمن شرافت بلخ  کې د اوزبکستان د اوسپنې پټلۍ له مشر زفر غیاسویچ سره لیدلي دي. په دې لیدنه کې د افغانستان د اوسپنې پټلۍ رییس له غیاسویچ غوښتنه کړې چې د حيرتان – مزارشريف رېل پټلۍ په لنډ وخت کې او په کمه بیه له سره ورغوي.

فاریاب کې د رواني ناروغانو شمېر ډېرېدو په اړه د ډاکټرانو اندېښنه

د فاریاب ولایتي روغتون مسوولان وايي چې دغه روغتون ته پر رواني ناروغیو د اخته کسانو  ورتګ ډېر شوی چې دوی یې اندېښمن کړې دي.

د دوی په وینا، میاشت کې تر ۱۶۰۰ رواني ناروغان د درملنې لپاره د دغه روغتون د رواني عصبي څانګې ته مراجعه کوي. هغه وايي، اړتیا ده چې دغه روغتون کې د رواني ناروغانو د غوره درملنې لپاره لا ډېر بسترونه جوړ شي.

غزني کې د ۸۵۰زره ډالرو په ارزښت پروژې ګټې‌اخیستنې ته وسپارل شوې

د غزني محلي مسوولان وايي چې د دغه ولایت په بېلابېلو سیمو کې د ۸۵۰زره امریکايي ډالرو په ارزښت ۱۴ پروژې ګټې‌ اخیستنې ته سپارل شوې دي.

یادې پروژې د «DRC» موسسې په مالي لګښت د غزني په مرکز او شپږو ولسوالیو کې پلې شوې دي.

کابل کې ۸۰ ښځې د مسلکي زده‌کړو له شپږمیاشتنۍ دورې فارغې شوې

په کابل کې د یوې موسسې له لوري له زده‌کړو او کار څخه محرومې ۸۰ نجونې او مېرمنې د مسلکي زده‌کړو له یوې شپږمیاشتنۍ دورې څخه فارغې شوې. د هغې په وینا، هڅه کوي هغه نجونې چې تازه له دغو مسلکي زده‌کړو فارغې شوي، په خپل بنسټ کې ورته د کار اسانتیاوې هم برابرې کړي.

فراه کې له پاکستانه راستنېدونکو افغانانو ته د اوسېدو کمپ جوړ شوی

د فراه محلي مسوولان وايي چې د دغه ولایت د مرکز په بېلابېلو سیمو کې له پاکستانه راستنېدونکو افغانانو ته د لنډمهالې اوسېدونې لپاره خېمې وهل شوي او کمپ ورته جوړ شوی دی.

د فراه سرې میاشتې ټولنې رییس میراحمد هاشمي سلام‌وطندار ته ویلي چې له پاکستانه په زرو ایستل کېدونکو کډوالو سره باید ټول هېواد همکاري او مرسته وکړي.

سمنګان کې څلور پروژې ګټې‌‌اخیستنې ته وسپارل شوې

د سمنګان محلی مسوولان وايي چې دغه ولایت څلور عام‌المنفعه پروژې چې څه باندې شپږ میلیونه افغانۍ لګښت پرې راغلی ګټې‌اخیستنې ته وسپارل شوې.

د سمنګان د کلیو بیارغونې او پراختیا رییس اخترمحمد مصباح د یادو پروژو د پرانېستې پر مهال غوښتنه وکړه چې د دغو پروژو ساتنه دې وشي.

اروپايي ټولنې افغانستان سره ۶۱ میلیونه یورو مرسته اعلان کړه

اروپايي ټولنې افغانستان کې اغېزمنو او له پاکستان څه تازه راستانه شویو کډوالو څخه د ملاتړ او لاسنیوي لپاره د ۶۱ میلیونه افغانیو مرستې اعلان کړی دی.

دې ټولنې پرون «سه‌شنبه د لړم ۱۶مه» په خپره کړې خبرپاڼه کې همداراز ویلي چې د مرستو یوه برخه کې یې پاکستان کې مېشت افغان کډوالو ته هم ځانګړې کړې ده.

عبدالغني برادر د برښنا تولید برخه کې له ایران د همکاري غوښتنه کړې

د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر ایراني چارواکو سره د لیدنې پر مهال له دغه هېواده د برښنا تولید برخه کې د همکاري غوښتنه کړې.

دې لیدنه کې دواړو لوریو د ګډو اقتصادي، سیاسي او د امنیتي همکاریو پر دوام ټينګار کړی دی. په همدې حال کې ایراني چارواکو  د افغان پلاوي سفر پر مهال ډاډ ورکړی چې افغانستان سره به په یادو برخو کې همکاري وکړي.

افغانستان نن نړیوال جام کې اسټرالیا سره لوبه کوي

د هند په کوربه‌توب د یو ورځنیو سیالیو نړیوال جام کې نن د افغانستان کرېکټ ملي لوبډله د اسټرالیا پر وړاندې لوبه کوي.

ټاکل شوې چې دغه لوبه نن له غرمې وروسته ۱:۰۰ بجه د هند د ډیلي په «وانګېډه کرېکټ لوبغالي» کې ترسره شي.