Asset 1SWN

فراه کې له پاکستانه راستنېدونکو افغانانو ته د اوسېدو کمپ جوړ شوی

۴۴۴۴۴۴۴۴

د فراه محلي مسوولان وايي چې د دغه ولایت د مرکز په بېلابېلو سیمو کې له پاکستانه راستنېدونکو افغانانو ته د لنډمهالې اوسېدونې لپاره خېمې وهل شوي او کمپ ورته جوړ شوی دی.

د فراه سرې میاشتې ټولنې رییس میراحمد هاشمي سلام‌وطندار ته ویلي چې له پاکستانه په زرو ایستل کېدونکو کډوالو سره باید ټول هېوادوال همکاري او مرسته وکړي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

نوموړي له سوداګرو او خیریه بنسټونو غوښتنه وکړه چې راغلیو افغانانو سره تر خپله توانه د مرستو رسولو بهیر چټک کړي.

 هاشمي زیاته کړه چې دغه ولایت کې جوړ شوي کمپ او لګول شویو هرې خېمه کې ۱۲ کسانو لپاره د اوسېدونې ځای برابر شوی دی.

تېره ورځ د یاد ولایت د والي دفتر له پاکستانه د بېرته راستنېدونکو افغانانو سره د مرستو رسولو لپاره بېړنۍ ناسته هم کړې ده.

د یاد ولایت د والي دفتر څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې له پاکستانه په زور د افغانانو د ایستلو پرېکړه غندل شوې او له دغه هېواد څخه د افغان کډوالو د بېرته ستنېدو بهیر د درېدو غوښتنه یې کړې.

پاکستان د روانې نومبر پر دویمه نېټه له دغه هېواد د ناقانونه افغان کډوالو د ایستلو لړۍ پیل کړې چې لا هم روانه ده. په دې لړ کې تراوسه زرګونه کورنۍ له دغه هېواده ایستلو ته اړ شوې دي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

راستانه شوي کډوال د پاکستاني پولیسو له ناوړه چلن شکایت کوي او وايي، ټولنې شتمنۍ یې ورته لوټلي او ناسم چلن یې ورسره کړی دی.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام