د کډوالو عالي کمېشنري: پاکستان تراوسه ۳۷۴۰۰۰ کسان افغانستان ته ستانه کړي

د کډوالو په چارو کې د ملګروملتونو عالي کمېشنري وايي چې د اکتوبر له درېیمې راپدېخوا له پاکستان څخه په اټکلیز ډول ۳۷۴۰۰۰ افغانان بېرته افغانستان ته راستانه کړل شوې دي.

د کډوالو عالي کمېشنري سه‌شنبه د نومبر ۲۱مه په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې ډېری راستانه شوي وېرې سره مخ او له ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.

د سرپل قشقري د نفتو څاګانو څخه د ورځې ۹۰۰ ټُنه نفت استخراجېږي

د سرپل والي محمدیعقوب عبدالرحمن اکه وايي چې هره ورځ د دغه ولایت د قشقري نفتو څاګانو څخه ۹۰۰ ټُنه نفت استخراجېږي.

نوموړی چې پرون سه‌شنبه د لړم ۳۰مه د قشقري نفتو تاسیساتو څخه د امنیتي وضعیت ارزونې په موخه یادې سیمې ته ورغلی و، د قشقري بلاک د هېواد ستره شتمني وبلله.

د لوګر کرنې او مالدارۍ ریاست تېر کال ۱۶ میلیونه افغانۍ عواید ټول کړي

د لوګر  د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي چې د روان کال له پيل څخه تراوسه له مرکز پل‌علم او شپږ ولسوالیو څخه ۱۶ میلیونه افغانۍ عواید را ټول کړي دي.

د یاد ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست ویاند شاهدالله همراز سلام‌وطندار ته وویل چې د روان کال له پیله راهیسې د پل‌علم په ګډون له شپږو ولسوالیو څخه ۱۶ میلیونه افغانۍ عواید ټول کړي.

پاکستان او ایران کې افغان خبریالانې: له ناڅرګندې راتلونکې سره مخامخ یوو

په پاکستان او ایران کې مېشتو اووه‌لس افغان ښځینه خبریالانو چې دیارلس یې په پاکستان او څلور نورې په ایران کې دي، له سلام‌وطندار سره په مرکو کې ویلي چې په یادو هېوادونو کې د ژوند سختې شپې او ورځې تېروي او له ناڅرګندې راتلونکې سره مخامخ دي. دا خبریالانې وايي چې افغانستان کې له وروستي بدلون وروسته یې کډوالۍ ته مخه کړې ده.

کابل کې د ازبکستان سفیر د سلام افغانستان رسنیزې موسسې له مرستیال سره ولیدل

په کابل کې د ازبکستان سفیر یادګار خواجه شادمانوف د سلام‌ افغانستان رسنیزې موسسې (سلام‌وطندار راډیو) له مرستیال نورمحمد هاشمي سره د دغې رسنۍ په دفتر کې ولیدل.
په دې لیدنه کې چې نن (د لړم دېرشمه، د سه‌شنبې ورځ) وشوه، د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د رسنیزې همکارۍ پر پیاوړتیا خبرې اترې وشوې.

د ټلوېزیون نړیواله ورځ؛ نی: دوو کلونو کې ۵۲سلنه تصویري رسنۍ تړل شوي

نن سه‌شنبه د نومبر ۲۱مه «لړم ۳۰مه» د ټلوېزیون له نړیوالې ورځې سره برابره ده. د افغانستان خپلواکو رسنیو ملاتړي بنسټ «نی» په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې د تېرو دوو کلونو پر مهال افغانستان کې ۵۲سلنه تصویري رسنیو خپل فعالیتونه ځنډولې دي.

خوست کې د راستنو شویو افغانانو په ملاتړ د کرېکټ سیالۍ پیل شوې

د خوست کرېکټ امریت مسوولان وايي چې له پاکستانه د راستنو شویو افغانانو په ویاړ یې دغه ولایت کې د کرېکټ سیالۍ پیل کړې.

یادې سیالۍ نن سه‌شنبه د لړم ۳۰مه د خوست مرکزي لوبغالي کې د دولس لوبډلو ترمنځ پیل شوي چې لس ورځې به دوام وکړي.

د پاکستان پرېکړې ته غبرګون؛ پاکستاني موټرچلوونکي به په ویزه افغانستان ته راځي

د تورخم کمیسارۍ مسوولان وايي چې د افغان موټرچلوونکو پر وړاندې د پاکستان وروستۍ پرېکړې په غبرګون کې د تورخم له لارې افغانستان ته راتلونکو هغو پاکستاني موټرچلوونکو ته د تګ اجازه نه‌ورکوي چې پاسپورټ او ویزه ونه‌لري.

د پاکستان تازه پرېکړه؛ له ویزې پرته افغان موټرچلوونکي دغه هېواد ته نه‌شي راتلی

د پاکستان لنډ‌مهالي حکومت تازه پرېکړه کړې چې دغه هېواد ته د تګ‌راتګ لپاره افغان سوداګر او د باروړونکو موټرو چلوونکي باید پاسپورټونه او د یاد هېواد ویزې ولري.

د یاد هېواد د تازه پرېکړې سره هم‌مهاله د افغان سوداګرو څه باندې۳۰۰۰ باروړونکي موټر پاکستان کې ایسار پاتې دي.

پکتیکا کي د خیاطۍ له زده‌کړو ۱۱۰ کسان فارغ شول

د پکتیکا محلي مسوولان وايي چې د دغه ولایت په دوو ولسوالیو کې د «هوساینې نړیوالې موسسې» په مالي ملاتړ ۱۱۰ کسان د خیاطي له حرفې فارغ شوې دي.

د مسوولانو په وینا، هر فارغ شوي کس ته د «۴۸۰۰۰» افغانیو په ارزښت يوه لمریزه هنداره، بېټرۍ، خیاطي ماشین، رخت او د خیاطي اړوند ټول لوازم ورکړل شوې دي. نوموړي زیاته کړه چې د یادو لوازمو او توکو ټولییز لګښت پنځه میلیونه ۲۸۰زره افغانیو ته رسېږي.

بامیان کې د درې میلیونه افغانیو په لګښت د لوړ تُناژ تله فعاله شوه

د بامیان محلي مسوولان وايي چې دغه ولایت کې یې د بامیان-دایکندي او بامیان-غور پر لویو لارو د نږدې درې میلیونه افغانیو په لګښت د لوړ تُناژ یوه تله فعاله کړې ده.

د مسوولانو په وینا، دغه تله د یاد ولایت د ټولګټو ریاست له‌خوا فعاله شوې او موخه یې له سړکونو ساتنه او څارنه ده.

د میدان‌وردګ اوسېدونکي په خپل شخصي لګښت د «ارګ کوتل» سړک بیارغوي

د میدان‌وردګ د دایمیرداد ولسوالي اوسېدونکي وایي چې د دغه ولایت یو‌شمېر اوسېدونکو په خپل شخصي لګښت د «ارګ کوتل» د بیارغونې چارې پيل کړې دي. د یاد ولایت د دایمیرداد ولسوالي یوه اوسېدونکي رسول‌ګل سلام‌وطندار ته وویل، دغه سړک د دایمیرداد ولسوالي اړوند دی چې دوه کیلومټره اوږدوالی لري او په دې وروستیو کې ویجاړ شوی و.