ننګرهار کې څه باندې یو میلیون ماشومانو ته د پولیو ضدواکسین کمپاین پیل شو

د ننګرهار محلي مسوولان وايي چې دغه ولایت کې یې څه باندې یو میلیون ماشومانو ته د پولیو یا ګوزڼ ضد واکسین کمپاین پیل کړی دی.

د ننګرهار د والي مرستیال سعيداحمد بنوری وايي چې ماشومانو ته د ګوزڼ یا پولیو ضد واکسین کمپاین نن «شنبه لیندۍ درېیمه» پیل او تر راتلونکو ۷ ورځې به دوام ولري.

زابل کې له لسیزو وروسته د ورزشکارانو ترمنځ دودیزې سیالۍ پیل شوې

د زابل ورزش امریت مسوولان وايي چې دغه ولایت کې یې له څه باندې دوو لسیزو وروسته د لومړي ځل لپاره د ورزشکارانو ترمنځ د دودیزو لوبو سیالۍ جوړې کړي دي.

د دوی په وینا، دغه سیالۍ یې د پخوانیو دودیزو لوبو د بیاراژوندۍ کولو په موخه جوړې کړې دي. یادې لوبې د دغه ولایت د اوو ولسوالیو د ورزشکارانو ترمنځ پیل شوې دي.

پکتيا کې يوه پړانګ دوه کسان داړلي

د پکتیا امنیتي مسوولان وايي چې د دغه ولایت په ډڼدپټان ولسوالي کې یوه غرني پړانګ دوه کسان داړلي دي.

د پکتیا د امنیې قومنداني د وياند مرستیال برکت‌الله مسرور سلام‌وطندار ته ويلي چې «جمعه د لیندۍ درېیمه» د پکتيا ډنډپټان ولسوالي «زنده» کلي کې يوه پړانګ دوه کسان سخت داړلې دي. د نوموړي په وینا، دغه پړانګ یاد کلي ته له غره څخه راښکته شوی و. پېښه «جمعه، لیندۍ درېیمه» مازدیګر مهال رامنځته شوې ده.

روزګان کې په ۶۰۰ زره ډالرو د ۱۵روغتیایي مرکزونو د جوړېدو چارې پیل شوې

د روزګان روغتیايي چارواکي وايي چې د دغه ولایت په مرکز او ولسوالیو کې په ۶۰۰زره امریکايي ډالرو د ۱۵ روغتیايي مرکزونو د جوړېدو چارې پیل شوې.

د روزګان د عا مې روغتیا رییس ډاکټر محمدالله روحاني سلام‌وطندار ته وویل چې د یادو روغتیايي مرکزونو پر جوړېدو سره به د دغه ولایت د اوسېدونکو ستونزې تر یوه بریده حل شي.

د لوګر اوسېدونکي: شخصي درملتونونه په لوړه بیه، خو بې‌کیفیته درمل پلوري

د لوګر د مرکز پل‌علم او ځینو لرو پرتو ولسوالیو ناروغان او ناروغ‌لرونکي شکایت کوي چې شخصي درملتونونه پرې بې‌کیفیته درمل په لوړه بیه پلوري.
دوی سلام‌وطندار ته ویلي چې پل‌علم ښار او د ولسوالیو شخصي درملتونونو کې درملو ته په خپل سر نرخونه ټاکل کېږي او د لوګر د عامې روغتیا ریاست ته په‌‌کار ده چې په بازارونو کې د درملو کیفیت او نرخونه په بشپړ ډول کنټرول کړي

لوګر کې «د سوېل ختیځ زون د پانګونې، فرصتونو او ننګونو» په نوم یوورځنۍ غونډه جوړه شوه

د سوېل ختیځ زون یوشمېر سوداګرو په لوګر کې د سوداګرۍ او پانګونې په اړه د جوړې شوې غونډې پر مهال له حکومت څخه وغوښتل چې په لوګر، پکتیا، پکتیکا او خوست ولایتونو کې د صنعتې پارکونو، برښنا، ټرانزېټي بندرونو، ټکس او مالیې او همدارنګه د ملي پروژو عملي کېدو پر وړاندې شته ستونزې حل کړي.

کندهار کې د وزیرانو شورا دوه‌ورځنۍ غونډه؛ پر کورنۍ پالیسي خبرې اترې شوي

د ا.ا د مشر هبت‌.‌الله اخوند‌.زاده په مشري د وزیرانو شورا دوه‌ورځنۍ غونډه په کندهار کې جوړه شوه. دا غونډه د لړم په دېرشمه، د دوشنبې ورځ او د لېندۍ په لومړۍ یا د سه‌شنبې په ورځ د سرپرست حکومت د کابینې د غړیو په ګډون جوړه شوې وه چې د ا.ا پر کورنۍ پالیسي په‌کې خبرې اترې شوې دي.

کندهار کې د «کندهاري زعفرانو» په نوم یو ورځنی نندارتون جوړ شوی

کندهار کې د لومړي ځل لپاره د زعفرانو نندارتون پرانېستل شو چې د دغه ولایت له بېلابېلو ولسوالیو څخه په‌کې کروندګرو ګډون کړی او خپل حاصلات یې نندارې ته اېښي دي.

د «کندهاري زعفرانو» په نوم دغه نندارتون نن پنج‌شنبه د لیندۍ دویمه جوړ شوی چې د یاد ولایت د بېلابېلو ولسوالیو کروندګرو له‌خوا په‌کې زعفران نندارې ته کېښودل شوې دي.

غزني کې د نرسنګ او قابلګۍ زده‌کړو ته د نجونو لېوالتیا ډېره شوې

هېواد کې له ښوونځیو او پوهنتونونو څخه د نجونو او مېرمنو له راګرځولو سره هم‌مهاله غزني کې د نرسنګ او قابلګۍ زده‌کړو ته د دغه ولایت د نجونو زده‌کوونکو او زده‌کړیالانو لېوالتیا زیاته شوې.

د غزني اوسېدونکې ۲۰کلنه ثنا وايي چې د دغه ولایت د روغتیايي علومو د یوه انسټیټیوټ د قابلکۍ څانګه کې زده‌کړې کوي.

بامیان کې خلکو په خپل شخصي لګښت ۱۵ کیلومټره سړک جوړ کړی

د بامیان محلي مسوولان وايي چې د دغه ولایت د سیغان ولسوالي د «شتواز» کلي اوسېدونکو په خپل شخصي لګښت د موټرو تګ‌راتګ لپاره ۱۵ کیلومټره سړک جوړ کړی دی.

د مسوولانو په وینا، پر دې سړک ۱،۵ میلیونه افغانۍ لګښت راغلی چې د سیغان ولسوالي د اوسېدونکو له لوري ورکړل شوی دی.

تخار کې د شهروان کانال د پراخېدو چارې پیل شوې

د تخار محلي مسوولان وايي چې د دغه ولایت مرکز تالقان ښار کې د «شهروان کانال» د پراخېدو چارې یې پیل کړې دي.

د دغه ولایت والي عبیدالله امین‌زاده د یاد کانال د پراخېدو چارو د پرانېستلو پر مهال وویل چې د شهروان کانال دواړو لوریو ته به غصب شوې ځمکې بېرته راوګرځول شي.

ازبکستان افغانستان ته د لېږدېدونکې برښنا کچه ۵۰سلنه کمه کړې

د برښنا شرکت مسوولان وايي چې افغانستان ته د ازبکستان لېږدېدونکې ۵۰سلنه برښنا پرې شوې ده.

د یاد شرکت ویاند حکمت‌الله میوندي نن پنج‌شنبه د لیندۍ دویمه سلام‌وطندار ته وویل چې د ازبکستان د برښنا تاسیساتو د ترمیم او بیارغونې په موخه دغه هېواد یوازې د نن لپاره د وارداتي برښنا کچه ۵۰سلنه کمه کړې ده.

د کراچۍ بندر کې د افغان سوداګرو د توکو بندېدل؛ د ورځې څلور لکه ډالره زیان اوړي

د کراچۍ په بندر کې د افغان سوداګرو د ۳۰۰۰ کانټینره سوداګریزو توکو له بندېدو سره هم‌مهاله، د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ او صنایعو ګډې خونې مسوولانو سلام‌وطندار ته ویلي چې د دغو کانټینرونو په بندېدو سره افغان سوداګرو ته هره ورځ څلور لکه ډالره زیان اوړي.

د ژوند لومړنیو خدمتونو ته له نه‌لاسرسي د ګرمسېر د اوسېدونکو شکایت

د هلمند د ګرمسېر ولسوالي د بنادر سیمې اوسېدونکي په خپله سیمه کې د زده‌کړو او روغتیايي خدمتونو ترڅنګ د ژوند له نورو لومړنیو خدمتونو د کمښت او نشتون له امله شکایت لري.

د یادې سیمې یوه اوسېدونکي جمعه‌ګل سلام‌وطندار ته وايي چې سیمه کې یې شاخوا ۱۵زره کورنۍ مېشتې دي، خو یوازې لومړنی او منځنی ښوونځي لري.

د شکرې ناروغانو شمېر ډېروالی؛ ډاکټران: مخه یې باید ونیول شي

کابل کې د دیابت «شکرې» ناروغي نړیوالې ورځې نمانځ‌غونډې پر مهال هېواد کې د یادې ناروغي د ډېروالي په اړه خبرداری ورکړل شوی دی.

دغه نمانځ‌غونډه چې «سه‌شنبه د لړم ۳۰مه» جوړه شوې وه، یو‌شمېر ګډونوالو له سرپرست حکومت، عامې روغتیا او اطلاعاتو او فرهنګ وزارتونو او کابل ښاروالي غوښتنه وکړه چې د دې ناروغي مخنیوي برخه کې عملي ګامونه پورته کړي.