Asset 1SWN

د میدان‌وردګ اوسېدونکي په خپل شخصي لګښت د «ارګ کوتل» سړک بیارغوي

لوګر-سرک

د میدان‌وردګ د دایمیرداد ولسوالي اوسېدونکي وایي چې د دغه ولایت یو‌شمېر اوسېدونکو په خپل شخصي لګښت د «ارګ کوتل» د بیارغونې چارې پيل کړې دي.

د یاد ولایت د دایمیرداد ولسوالي یوه اوسېدونکي رسول‌ګل سلام‌وطندار ته وویل، دغه سړک د دایمیرداد ولسوالي اړوند دی چې دوه کیلومټره اوږدوالی لري او په دې وروستیو کې ویجاړ شوی و.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

هغه زیاته کړه چې د یاد سړک خرابوالي له امله پر یاده لاره تلونکي مسافر او موټرچلوونکي په ستونزو کې وو چې خلکو یې د جوړېدو هڅې پیل کړې دي.

د نوموړي په وینا، د دایمیرداد ولسوالي اوسېدونکو په خپل شخصي لګښت د یاد سړک د بیارغونې چارې پيل کړي او له جوړېدو سره به یې د ژمي پر مهال د د یادې ولسوالي د ارګ کوتل سړک ستونزې حل شي.

نوموړي د میدان‌وردګ پر ولایتي ادارې غږ وکړ چې د دایمیرداد په ګډون د دغه ولایت په بېلابېلو ولسوالیو کې د جګړو او سېلابونو له امله ویجاړ شوي سړکونه بیاورغوي.

باید وویل شي چې تېره میاشت هم د میدان‌وردګ مرکزي بهسودو ولسوالي کې یوه کس په خپل شخصي لګښت د نجونو او هلکانو یوه منځني ښوونځي ته ودانۍ جوړه کړه.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

 له میدان‌وردګ سربېره د هېواد په نورو ولایتونو کې هم عامو خلکو په خپل شخصي لګښت او هلو ځلو سړکونه، ښوونځيو ته ودانۍ او دې ته ورته رغنیز کارونه کړې دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام