د هېواد د شمالي او سوېلي ولایتونو د نښلوونکي سړک د ۲۰۹ کيلومټره برخې سړک د پخولو چارې نن یکشنبه د لړم ۲۸مه پیل شوې.
دغه سړک چې د جوړېدو پر چارو یې ۱۵۰ میلیونه ډالر لګښت راځي د هېواد سوېلي ولایتونه له شمال سره نښلوي.
په لومړي پړاو کې به دغه سړک د کندهار ارغنداب ولسوالي څخه پیل او د روزګان مرکز ترینکوټ او دهراوود ولسوالي به سره ونښلوي.
دویم پړاو کې به بیا د دایکندي ولایت له لارې د هېواد شمالي ولایتونو ته وغځول شي چې پر مټ به یې سوېل له شمال سره ونښلېږي.
د یاد سړک د قیراچونې چارې د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال عبدالغني برادر له لوري پرانېستل شوې چې د مسوولانو په وینا، ډېر ژر به بشپړې شي.
برادر همداراز وویل چې یاد سړک یې د کندهار خاکرېز ولسوالي کې د بيبي ګوهر په نوم د سربو د کان په بدل کي یوه ساختماني شرکت ته ورکړی دی.
سلاموطندار پر ټویټر هم وڅارئ
په ورته مهال د ټولګټو وزارت تخنیکي امر شېرحسن خوشیوال بیا وايي چې دغه سړک ۲۰۹ کیلومټره اوږدوالی لري او تېر کال یې چارې پیل چې اوس د قیراچونې پروسې ته رارسېدلی دی.