د لوګر د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي چې د خوړو نړیوال پروګرام/WFP له لوري د محمداغې ولسوالي په دهنو سیمه کې د یوه عامه بڼ د جوړېدو چارې پيل شوې.
د لوګر کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس سیدامین هاشمي سلاموطندار ته وویل، دغه بڼ د خوړو نړیوال پروګرام/WFP له لوري د ۳،۵ میلیونه افغانیو په مالي لګښت جوړېږي چې له جوړېدو سره به یې د یادې سیمې اوسېدونکي ترې ګټه اخلي.
نوموړي زیاته کړه چې په یاد بڼ کې به مېوهلرونکي او غیرې میوهلرونکې ونې وکرل شي او له یاد بڼ څخه شاوخوا زر متره مربع احاطوي دیوال هم جوړ شوی دی.
سلاموطندار پر ټویټر هم وڅارئ
د محمداغې ولسوالي د دهنو سیمې اوسېدونکي هم خوښ دي چې په یاد کلي کې عامه بڼ جوړېږي، خو ټینګار کوي چې دغه بڼ په داسې معیاري توګه جوړ شي چې د دغه ولایت ټولو مېوو ونې، ښایسته بوټي او ګلان پهکې وکرل شي.