Asset 1SWN

اروپايي ټولنې افغانستان سره ۶۱ میلیونه یورو مرسته اعلان کړه

اتحادیه اروپا

اروپايي ټولنې افغانستان کې اغېزمنو او له پاکستانه تازه راستانه شویو کډوالو څخه د ملاتړ او لاسنیوي لپاره د ۶۱ میلیونه افغانیو مرستې اعلان کړی دی.

دې ټولنې پرون «سه‌شنبه د لړم ۱۶مه» په خپره کړې خبرپاڼه کې همداراز ویلي چې د مرستو یوه برخه یې پاکستان کې مېشت افغان کډوالو ته هم ځانګړې شوې.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

په خبرپاڼه کې افغانستان کې د بشري وضعیت په اړه اندېښنه هم ښودل شوې ده. د شوې مرستې له ډلې به یې ۶۰ میلیونه یورو افغانستان کې د بشردوستانه فعالو سازمانونو او یو میلیون یورو به یې پاکستان کې اړوند سازمانو ته ورکړل شي.

اروپايي ټولنې ټينګار کړی چې د یادې ټولنې له لوري تازه مرسته به افغانستان کې د خوړو کمښت ستونزه تر یوه برید حل کړي، داسې حال کې چې د دغه هېواد نیمايي وګړي د خوړو نه خوندیتوب سره مخ دي.

یادې ټولنې زیاته کړې چې په ځانګړې شوې بودیجه به د افغانستان لوېدیځ هرات کې زلزله‌ځپلیو ته د روغتیايي خدمتونو سربېره، څښاک اوبه او خواړه برابر شي.

د مرسته شویو پیسو یوه برخه به د هغو افغان کډوالو د ملاتړ او لاسنیوي لپاره هم ولګول شي چې تازه افغانستان ته راستانه شوې دي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

اروپايي ټولنې له دې وړاندې د روان میلادي کال په ترڅ کې افغانستان سره ۹۴ میلیونه یورو بشردوستانه مرسته کړې ده.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام