Asset 1SWN

سمنګان کې څلور پروژې ګټې‌‌اخیستنې ته وسپارل شوې

ثثثثثثثثثثث

د سمنګان محلی مسوولان وايي چې دغه ولایت کې څلور عام‌المنفعه پروژې چې څه باندې شپږ میلیونه افغانۍ لګښت پرې راغلی، ګټې‌اخیستنې ته وسپارل شوې.

د سمنګان د کلیو بیارغونې او پراختیا رییس اخترمحمد مصباح د یادو پروژو د پرانېستې پر مهال غوښتنه وکړه چې د دغو پروژو ساتنه دې وشي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

یادې عام‌المنفعه پروژې د سمنګان د «ایبک» څلور کلیو کې بشپړې شوې چې شپږ میلیونه او ۱۷۴زره افغانۍ لګښت پرې راغلی دی.

په پرانېستل شویو پروژو کې د ۲۰۰متر مکعب اوبو د ذخیرې جوړول، د ۱۲ مټره په اندازه د یوه پلچک رغونه، د ۱۰۵ مټره کانال پخول او نورې پروژې شاملې دي چې شاوخوا ۱۲۲۷ کورنۍ به ترې ګټه واخلي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

یو‌شمېر هغه کورنۍ چې له دې پروژو ګټه اخلي، وايي، له دې وړاندې د څښاک پاکو اوبو برابرولو برخه کې له ستونزو سره مخ وو او په وینا یې، په دې پروژو سره به یې ستونزې هوارې شي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام