سړه هوا او د طالبانو د بريدونو زياتېدل

له یوې خوا هېواد کې د سړو او یخنۍ فصل را رسېدلی او بله خوا د قطر پلازمېنه دوحه کې د سولې خبرې هم روانې دي، خو طالبانو دغو دواړو حالاتو ته پام نه دی کړی او په ګڼو ولایتونو کې یې خپلو بریدونو ته زور ورکړی.

«ښایي د دولت او طالبانو مرکه‌چيانو ترمنځ بهرنیان د تسهیل‌کوونکيو په توګه کار وکړي»

سره له دې چې وړاندې د افغان دولت او طالبانو مرکچي پلاويو ویلي وو، بین‌الافغاني خبرو کې به بهرنیان ونډه نه لري او افغان لوري به په خپله یوې پرېکړې ته رسېږي. خو اوس قطر کې د حکومت د مرکچي پلاوي یو غړی چې نه غواړي نوم یې خپور شي وايي، امریکا او ځینو نورو هېوادونو داسې یو میکانیزم چمتو کړی چې که هوکړه پرې وشي، نو ځینې بهرنیان به بین‌الافغاني خبرو کې د دواړو مرکچي ډلو ترمنځ د تسهیل کوونکيو په نامه کار کوي.

هلمند کې روانه جګړه؛ تراوسه ۴۵۰۰ کورنۍ بې‌ځایه شوي

طالبانو درې ورځې مخکې د هلمند پر مرکز لښکرګاه ښار او یو شمېر نورو سیمو برید وکړ چې وروسته یې څلورمه امنیتي حوزه او د امنیتي ځواکونو ګڼ شمېر پوستې ونیولې. پر هلمند د طالبانو د برید له کبله تراوسه د لښکرګاه ښار د څلورمې امنیتي حوزې باباجي سیمې، د درېیمې امنیتي حوزې بولان سیمې، د نادعلي ولسوالۍ او د ګڼو نورو سیمو ۴۵۰۰ کورنۍ بې‌ځایه شوې دي.

 ولسي جرګه کې د بامیانو پخوانی غړی عبدالرحمان شهیداني طالبانو سره يوځای شوی او قطر ته تللی

د باميانو سيمه‌ييزه اداراه تاييدوي چې د دې ولايت د کشفي او استخباراتي راپورونو پر بنسټ ولسي جرګه کې د بامیانو پخوانی غړی عبدالرحمان شهیداني طالبانو سره يوځای شوی.

په هغه مکتوب کې چې رسنيو ته لېږل شوی راغلي چې د باميانو سيمه‌ييزې ادارې ۱۳۹۹/۲۰/۷/۵۲۹ مکتوب نمبر کې دغه موضوع د سيمه‌ييزو ارګانونو له خپلواکې ادارې سره شريکه کړې ده.

له ۱۲ ورځو وروسته د مذاکراتي پلاوي د تماس ډلو د غونډې بیا پیل

د افغان دولت او طالبانو د مرکه‌چي پلاوو تماس ډلو له اوږد ځنډ وروسته پر اختلافي مواردو خبرې کړي. د افغان دولت د مرکه‌چي پلاوي غړي نادر نادري پر ټویټر ویلي، د تماس ډلو غونډه تېر ماښام شوې چې په کې پر اختلافي مواردو جدي خبرې شوي او هوکړه شوې چې دغه غونډې به دوام کوي.

صالح: د طالبانو د بریدونو ډېرېدو لامل له سیاسي او باندنیو تحولاتو نه د دغې ډلې ناسم درک دی

د ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح وايي، طالبانو ځکه پر خلکو خپل بریدونه ډېر کړي چې دغه ډله له روانو سیاسي او باندنیو تحولاتو خبر نه لري. صالح نن پر خپله فېسبوک پاڼه د یوه پیغام په خپرولو سره ویلي، طالبانو ملي اراده له پامه غورځولې او د سولې له پروسې د ناسم برداشت په لرلو سره یې خپل بریدونه ډېر کړي دي.

ولسي جرګې څارنوالۍ ته د احصايیې او معلوماتو ملي ادارې د رييس د ور پېژندلو غوښتنه وکړه

د الکټرونیکي تذکرو د انلاین فورمې د بهرنیو ژبو په لېست کې د فارسي ژبې ثبتولو نه وروسته د نیوکو په لړ کې، د احصايیې او معلوماتو ملي ادارې رييس جاوېد رسولي په دې اړه د سپیناوي ورکولو لپاره ولسي جرګې ته وغوښتل شو.

کابليان: سر او مال مو خطر کې دي

د کابل ښار اوسېدونکي ښار کې د ناامنیو او جنايي جرمونو له زیاتېدو اندېښنه ښيي او وايي، د وسله‌والو کسانو او غلو حضور لامل شوی، ترڅو دوی ونه‌شي کولی د ښار په کچه په ډاډه زړه تګ راتګ وکړي. د هغوی په وینا، کابل ښار کې د خلکو سر او مال خوندي نه دی.

ولسي جرګې د هغو ادارو لغو کېدل تصویب کړل چې په ناقانونه توګه جوړې شوې دي

ولسي جرګې نن دو شنبه د رایو په غوڅ اکثریت د هغو ادارو لغو کېدل تصویب کړل چې د ولسمشر د تقنیني فرمان له مخې جوړې شوې وې. دغه پرېکړه وروسته له هغه کېږي چې د ولسي جرګې یو شمېر غړیو د تېرې چهارشنبې ورځې په عمومي غونډه کې د ملي امنیت شورا او د چارو ادارې په څېر هغو ادارو د لغو کېدو غوښتنه وکړه چې وايي په ناقانونه ډول جوړې شوې دي.

کابل کې يو شمېر کسانو د پاکستان سفارت مخکې د ويزو ترلاسه کولو لپاره اعتراض وکړ

په کابل کې سلګونو کسانو د پاکستان د ويزو ترلاسه کولو لپاره د دوی سفارت مخکې اعتراض وکړ او ويې غوښتل چې دوی ته ويزې ورکړي. معترضانو د پاکستان د ويزو د ورکړې چې په ځنډ سره ورکول کېږي شکايت وکړ او ويې ويل، ډېرې ورځې په تمه کېږي چې د پاکستان ويزه ترلاسه کړي؛ خو نه بريالي کېږي.

د پکتياوالو اعتراض؛ د اقرا برنامې تر چتر لاندې د ۱۰۳ ښوونځيو چارې په ټپه ولاړې دي

د پکتيا د مرکز ګردېز اړوند د تېرې په سيمه کې يو شمېر ځوانانو، مشرانو او د ښوونځيو زده کوونکيو د حکومت پر مرکزي او سيمه‌ييزې ادارې اعتراض وکړ چې د ۱۰۳ ښوونځيو جوړېدو چارې چې تېر کال پيل شوې وې، په ټپه درېدلي او د جوړېدو بيا پيل لپاره يې هېڅ هم نه دي کړي.

کندوز؛ پر يوه هستوګنيز کور د هاوان مرمۍ لګېدو کې ۴ کسان وژل شوي

 دا پېښه نن سهار د کندوز ښار «شورابي» سيمه کې شوې ده. د يادې کورنۍ نږدې خپلوان سلام‌وطندار ته وايي، د يادې مرمۍ د لګېدو له کبله د ۲ ماشومانو، يوې مېرمن او يوه هلک په ګډون په کې ۴ کسان وژل شوي دي. د دوی په وينا، د هاوان ياده مرمۍ د امنيتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ د نښتې له کبله پر يوه هستوګنيز کور لګېدلې ده.

هلمند کې طالبانو د برېښنا پر یوه سب‌سټېشن برید کړی؛ ساتونکي او انجینران يې بیولي

د هلمند د والي ویاند عمر ځواک وايي، طالبانو د هلمند ـ کندهار «دوه‌لارې» سیمه کې د دواړو ولایتونو لپاره د برېښنا پر لوی سب‌سټېشن برید کړی چې تخنیکي توکي يې ځان سره وړي، ځینې يې تخریب کړي او د دې سب‌سټېشن د ساتونکيو ترڅنګ يې دوه انجینران هم ځان سره بيولي دي.