د الکټرونیکي تذکرو د انلاین فورمې د بهرنیو ژبو په لېست کې د فارسي ژبې ثبتولو نه وروسته د نیوکو په لړ کې، د احصايیې او معلوماتو ملي ادارې رييس جاوېد رسولي په دې اړه د سپیناوي ورکولو لپاره ولسي جرګې ته وغوښتل شو.

د ولسي جرګې یو شمېر غړیو د فارسي ژبې په تړاو د دغې ادارې کړنې غیر مسوولانه او د اساسي قانون خلاف وګڼلې او ويې ویل، د بهرنیو ژبو په لېست کې د فارسي ژبې ځایول د قومونو ترمنځ د نفاق اچولو او تبعیض لامل کېږي.

د ولسي جرګې غړیو د احصايیې او معلوماتو ملي ادارې د مشر له واکه لرې کولو او څارنوالۍ ته د ور پېژندلو غوښتنه وکړه.

خو د احصايیې او معلوماتو ملي ادارې مشر جاوېد رسولي وايي، د الکټرونیکي تذکرې په انلاین فورمه کې د بهرنۍ ژبې په توګه د فارسي ژبې لیکل د مخابراتو او د ثبت احوال ادارې کار دی، نه د دوی د ادارې.

وروسته له دې چې د احصايیې او معلوماتو ملي ادارې مشر بریالی نه شو چې د ولسي جرګې د غړیو قناعت ترلاسه کړي، د ولسي جرګې مشر میر الرحمن رحماني د پلټنې مرکزي کمیسیون، عدلي او قضايي کمیسیون او داخلي کمیسیون ته دنده وسپارله چې په دې اړه ګډه ناسته ترسره کړي.

د بهرنیو ژبو په لېست کې د فارسي ژبې لیکل لامل شول چې په دې اړه د خلکو پراخ غبرګونونه را پورته شي. د خواله رسنیو کاروونکيو د «فارسي حذف کېدونکې نه ده» کمپاین په کارولو سره له دغه ګامه خپله ناخوښي څرګنده کړه.

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام