هندي رسنۍ: پاکستان افغانستان ته د هند د مرستو لېږد ته تراوسه اجازه نه ده ورکړې

هندوستان ټایمز ورځپاڼې رپوټ ورکړی چې پاکستان تراوسه له خپلې خاورې افغانستان سره د هند له لوري مرسته شوي ۵۰۰۰۰ ټنه غنم او درملو ته د لېږد اجازه نه ده ورکړې. د دغې هندي رسنۍ د رپوټ پربنسټ، پاکستان وړاندې له خپلې خاورې افغانستان ته د هند مرستو ته د لېږد اجازه ورکړې وه، خو تراوسه دغه ژمنه نه ده عملي شوې.

ننګرهار کې د ١٥میلیونو ډالرو په لګښت د چرګانو خوراک دانې فابریکه پرانیستل شوه

په ختیځ ولایت ننګرهار کې د چرګانو د خوراک دانې د تولید په موخه د ۱۵میلیونو ډالرو په ارزښت یوې فابریکې تازه په فعالیت پیل وکړ. د ننګرهار په صنعتي ښارګوټي شيخ مصري کې د تل پسرلي په نامه د يوه خصوصي شرکت له لوري ياده فابریکه پرانستل شوې ده. د دې شرکت مسوولان وايي، په دې فابریکه کې پنځه سوه کسانو ته د کار زمينه هم برابره شوې ده.

معترضانې: نړیواله ټولنه دې زمونږ له حقونو دفاع وکړي

کابل کې نن یوشمېر ښځو د اسلامي امارت له لوري پر ښځو د تازه لګول شویو  بندیزونو او د حقونو د نه‌رعایت په غبرګون کې لاریون وکړ او د کار او زده‌کړو له حق څخه د افغان ښځو د محرومیت پر وړاندې د نړیوالو چوپتیا  له «شرمه ډکه» وبلله.

اسلامي امارت: پر ډیورنډ کرښه د اغزن تار په اړه د شیخ رشید څرګندونې بې‌بنسټه دي

 د پاکستان د کورنیو چارو وزیر شیخ رشید دوه ورځې وړاندې پاکستاني رسنیو ته ویلي چې افغانستان سره پر ډیورنډ فرضي کرښه د اغزن تار غځولو مسله حل شوې او د اسلامي امارت سره به په ګډه پر پوله اغزن تار لګوي. هغه ویلي، د اغزن تار په غځولو یې پوځ ډېرې قربانۍ ورکړي او پیسې یې هم پرې لګولي دي.

ترکیه: ښایي د قطر او اماراتو سره په ګډه د کابل هوايي ډګر مدیریت کړو

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاووش‌ اوغلو وايي، ښايي ترکیه له متحده اماراتو او قطر سره په ګډه د کابل نړیوال هوايي ډګر مدیریت کړي. هغه له ترکیې صباح ورځپاڼې سره په مرکه کې ویلي چې له اسلامي امارت سره د کابل د هوايي ډګر د مدیریت په اړه تراوسه کومه هوکړه نه ده شوې.

د فساد او سازمان شوي جرم بنسټ غني د کال فاسدو څېرو ته نوماند کړی

د فساد او سازمان شوي جرم د راپور ورکونې پروژې (OCCRP) د افغانستان مخکینی ولسمشر محمد‌اشرف غني د ۲۰۲۱ کال د “فساد او سازمان شوي جرم” د شخصیت په نوملړ کې شامل کړی دی. د فساد او سازمان شوي جرم د راپور ورکوونې د پروژې مدیریه هیت شپږ غړي لري چې خبریالان او کارپوهان پکې شامل دي.

د سوداګرۍ او صنعت وزارت: سږکال صادرات زیات او وارداتو کې کموالی راغلی

د سوداګرۍ او صنایعو وزارت ویاند مولانا زهیر سلام‌وطندار ته وویل، د تېرکال په پرتله سږکال صادراتو کې زیاتوالی راغلی چې د شاوخوا یو میلیارد ډالرو په ارزښت کورني تولیدات نورو هېوادونو ته صادر شوي. نوموړی وایي، روان کال بیا وارداتو کې کموالی راغلی چې د څه باندې ۳ میلیارده ډالرو په ارزښت توکي هېواد ته را وارد شوي دي.

اسلامي امارت د ښځو په اړه د بشر حقونو د څار بنسټ ادعا «پروپاګند» بللی

د اسلامي امارت د امر بالمعروف او نهې عن‌ المنکر وزارت له‌خوا له محرم پرته د ښځو پر سفر د بندیزونو لګولو په برخه کې د دغه وزارت د نوې تګ‌لارې د جوړېدو په اړه د بشري حقونو د څارسازمان غبرګون منفي تبلیغات او پروپاګند بللی دی.

ستانکزی: افغانستان تل پوځي ډګر ګټلی، خو سیاست او اقتصاد کې پاتې راغلی

د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت سیاسي معاون پر افغانستان د پخواني شوروي اتحاد د یرغل د ۴۲مې کلیزې په تړاو په جوړې شوې یوې غونډه کې وویل چې افغانستان تل په پوځي ډګر کې د نړۍ سترو قدرتونو ته ماته ورکړې، خو په سیاسي او اقتصادي برخه کې ناکام پاتې شوی دی.

فراه کې ۹۰ روږدي کسان له درملنې وروسته له زندانه ازاد شول

د فراه د مرکزي زندان مسوولان وايي چې څلور مياشتې مخکې له فراه ښار څخه پر نشه‌يي توکو اخته ۹۰ کسان راټول او د درملنې په موخه يې د دغه ولایت مرکزي زندان ته انتقال کړي وو چې له درملنې وروسته پرون د محلي مسوولان په شتون کې له زندانه ازدول شول.

د پنجشېر اوسېدونکو د یوه ځوان د وژلو په غبرګون کې لاریون وکړ

په پنجشېر کې  سرچینې وایي چې د دغه ولایت لسګونو اوسېدونکو  د یاد ولایت په عنابه ولسوالي کې د اسلامي امارت ځواکونو له‌خوا د یوه ځوان د وژل‌کېدو په غبرګون کې لاریون وکړ. د سرچينې په وینا، لاريون نن له غرمې وروسته پيل شو او د شپې تر اوو بجو يې دوام وکړ.