د افغانستان او ایران د ګډو کمېټو ناسته؛ د سوداګرۍ پر زیاتوالي هوکړې شوي

د افغانستان او ایران ترمنځ د ټاکل شویو کمېټو په لومړۍ ناسته کې دواړو لوریو د سوداګرۍ او ټرانزیټ پر زیاتوالي هوکړې کړې دي.

د ریاست‌الوزرا اقتصادي معاونیت نن «یکشنبه، مرغومې ۱۷مه» پر اېکس لیکلي چې دې ناسته کې د سوداګریزو او ټرانزیټي اړیکو د پراختیا ترڅنګ دې برخه کې د شته ستونزو هواري په موخه هم خبرې شوې دي.

مولانا فضل‌الرحمن د یوه پلاوي په مشري نن کابل ته راځي

د سرپرست حکومت ویاند وايي، ټاکل شوې چې د پاکستان د جمعیت علما ګوند مشر مولانا فضل‌الرحمن نن «یکشنبه، مرغومې ۱۷مه» کابل ته راشي.

ذ. مجاهد سلام‌وطندار ته وویل چې مولانا فضل‌الرحمن به نن کابل ته سفر وکړي او د سرپرست حکومت له یو‌شمېر چارواکو سره پر بېلابېلو موضوعاتو بحث او خبرې وکړي.

د اوسپنې پټلۍ اداره: تېره اوونۍ د ۸۶۸۵۷ ټُنه توکو انتقالات شوي

د تېرې یوې اوونۍ پر مهال د افغانستان د اوسپنې پټلۍ له لارې په ټولیزه توګه د ۸۶۸۵۷ ټُنه سوداګریزو توکو انتقالات شوې دي.

د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې نن دوشنبه د لړم ۲۲مه پر اېکس لیکلي چې دغه انتقالات د لړم له دولسمې تر اتلسمې نېټې شوې دي.

ټسلا چین کې پلورل شوي ۱.۶ میلیونه برښنايي موټر بېرته ورغوښتي

چین کې د ټسلا موټر جوړولو کمپنۍ څانګې دغه هېواد کې خپل پلورل شوي ۱.۶ میلیونه برښنايي موټر د ځینو ستونزو له کبله بېرته دې کمپنۍ ته ورغوښتي دي. د موټر جوړونې دې کمپنۍ خپل پلورل شوي «اېس، وای، درې او اېکس ماډل» موټر له دې کبله ورغوښتي چې د یادو موټرو اتومات سېسټم او د دروازو بندېدو کنټرول برخه کې ستونزې پیدا شوي دي.

د شمالي کوریا مشر د ایران او جاپان مشرانو ته د خواخوږۍ پیغامونه استولي

د شمالي کوریا مشر کېم‌ جونګ اون وروسته له هغې د ایران او جاپان مشرانو ته د خواخوږۍ پیغامونه استولي چې ایران کې شویو چاودنو تر ۱۰۰ کسانو ووژل او جاپان کې د شوې زلزلې له امله د مړو شویو کسانو شمېر له ۱۰۰ اوښتی دی.

د ۲۰۲۴ شل اووره سیالیو نړیوال جام؛ د افغانستان سیالان څوک دي؟

د کرېکټ نړیوالې شورا یا ای‌سي‌سي «جمعه، جنورۍ پنځمه» د وېسټ‌ انډیز او امریکا په کوربه‌توب د روان ۲۰۲۴ د کرېکټ شل اووره سیالیو نړیوال جام د لوبډلو د سیالیو مهال‌وېش اعلان کړ.

د یادې شورا له‌خوا د لوبډلو د سیالیو اعلان شوي مهالوېش له مخې، افغانستان په سي‌ ګروپ کې له وېسټ‌انډیز، نیوزیلنډ، یوګانډا او پاپوانیوګېني سره یوځای دی.

د پروان اوسېدونکي د «پښو چاودې» پر ناروغي اخته کېدو اندېښمن کړي

پروان د کابل په شمال کې یو کرنیز او غرنی ولایت دی چې ډېری اوسېدونکي یې د کرنې او مالدارۍ له لارې خپل ژوند چلوي. د دغه ولایت یوشمېر اوسېدونکو سلام‌وطندار ته ویلي چې خپله دوی او خپلوان یې د پښو چاودو پر ناروغي اخته شوي او له کبله یې سخت اندېښمن دي. دوی زیاتوي چې تر اوسه یې د دې ناروغي د درملنې هېڅ ګټوره لاره نه‌ده موندلې.

مجاهد: د ا.ا پلاوي له پاکستانه غوښتي چې د ډیورنډ فرضي کرښې امنیت ته پام وکړي

د کندهار والي او د ا.ا مشر ته نږدې کس محمدشیرین اخوند د چهارشنبې په ورځ د یوه پلاوي په مشري پاکستان ته تللی دی. که څه هم تر دې مخکې د پاکستان انګلیسي ژبې ډان ورځپاڼې ویلي و چې د اسلامي امارت دغه چارواکی به له پاکستاني چارواکو سره د پاکستاني طالبانو تحریک یا ټي‌ټي‌پي پر موضوع خبرې وکړي، خو د دغه پلاوي تر سفر وروسته دا خبره تایید نه‌شوه او د د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو ښه کېدو لارې چارې او د ډیورنډ فرضي کرښې د امنیت ټینګښت د دغه سفر تر ټولو مهمې موخې وګڼل شوې.

کابل کې د یوشمېر نجونو نیول کېدل؛ د امر بالمعروف مسوولان: ټولنه کې یې بې‌حجابي دودوله

د امر با.لمعروف او نهې ‌عن‌.المنکر وزارت د محتسبانو له لوري د کابل په ځینو سیمو کې د یوشمېر نجونو د نیولو په اړه د راپورونو خپرېدو سره هم‌مهاله د دغه وزارت مسوولان مني چې محتسبان یې د شرعي مکلفیت پر بنسټ، اړ شوي په ټولنه کې د فحشا او ناسم حجاب مخه ونیسي.

د اټغر ولسوالي سړک خرابوالی؛ خلک: کلات ته د درې ساعتو پرځای ۲۴ساعتو کې رسېږو

د زابل د اټغر ولسوالي اوسېدونکي وايي، له دې ولسوالي مرکز کلات ته د غځېدلي سړک خرابوالي له کبله د درېوو ساعتو مزل ۲۴ ساعتو ته اوږد شوی دی.

دوی سلام‌وطندار ته وايي، د لارې خرابوالي له کبله يې بېړني ناروغان کلات ته تر رسېدو مخکې د لارې په اوږدو کې ژوند له لاسه ورکوي او د ژمي پرمهال د خوړو له کمښت سره هم مخ کېږي.

هیونډای او کیا تېرکال ۷.۳ میلیونه برښنايي موټر پلورلي

د سوېلي کوریا هیونډای او دې شرکت پورې تړلي کیا د موټر جوړونې کمپنۍ مسوولان وايي چې روان ۲۰۲۴ کال به یې په نړیواله کچه پلور دوه سلنه لوړ شي.

دواړو شرکتونو په ټولیزه توګه تېر ۲۰۲۳ کال ۷.۳ میلیونه برښنايي موټر پلورلي چې د یاد شرکتونو له‌ لوري د پلور له ټاکل شوې اصلي موخې درې سلنې کم دي. یادو شرکتونو تېر ۲۰۲۳ کال د ۷.۵۲ میلیونه موټرو د پلور هدف ټاکلی و.