د کرېکټ نړیوالې شورا یا ایسيسي «جمعه، جنورۍ پنځمه» د وېسټ انډیز او امریکا په کوربهتوب د روان ۲۰۲۴ کال د کرېکټ شل اووره سیالیو نړیوال جام د ګډونکوونکو لوبډلو د سیالیو مهالوېش اعلان کړ.
د یادې شورا لهخوا د لوبډلو د سیالیو اعلان شوي مهالوېش له مخې افغانستان په سي ګروپ کې له وېسټانډیز، نیوزیلنډ، یوګانډا او پاپوا نیو ګېني سره یوځای شوی دی.
افغانستان به یاد نړیوال جام کې خپله لومړۍ سیالي له یوګانډا سره وکړي چې د جون پر درېیمه د دوشنبې پر ورځ ۶:۳۰ بجې به ترسره شي.
همداراز افغان لوبډله به د ګروپ پړاو وروستۍ لوبه د پیاوړې وېسټانډیز پر وړاندې د جون میاشتې په ۱۷مه وکړي.
د ۲۰۲۴ کال د شل اووره سیالیو ګروپونه او د لوبډلو نومونه:
اې ګروپ: هند، پاکستان، ایرلنډ، کاناډا، امریکا
بي ګروپ: انګلستان، اسټرالیا، نمیبیا، سکاټلنډ، عمان
سي ګروپ: نیوزیلینډ، وېسټانډیز، افغانستان، یوګانډا، پاپوانیوګیني
ډي ګروپ: سوېليافریقا، سریلانکا، بنګله دیش، هالنډ، نیپال
یوازې د الف ګروپ لوبډلې به د ګروپ پړاو ټولې سیالۍ په امریکا کې وکړي او د بي او سي ګروپونو لوبډلې به بیا خپلې ټولې لوبې وېسټانډیز کې ترسره کړي. ډي ګروپ لوبډلې به خپلې لوبې په امریکا او وېسټانډیز کې وکړي.
امریکا او وېسټانډیز به د یاد جام کوربهتوب وکړي او د ګډونکوونکو ۲۰ لوبډلو ترمنځ به پهکې ټولې ۵۵ سیالي وشي.
کېدونکې ۵۵ لوبې به د وېسټانډیز په شپږو ښارونو «کینسنګټن اوول، بارباډوس، براین لارا کرېکټ کاډمي، ټرینیډاډ، پروویډنس سټیډیم، ګیانا، د سر وېوېن ریچارډز لوبغالی، انټیګوا، ډارن سمي کرېکټ لوبغالی، سینټ لوشیا، ارنوس وېل لوبغالی، سینټ وینسنټ» او د امریکا درېوو ښارونو «ایزن هاور پارک، نیویارک، لاډرهېل، فلورېډا او ګرانډ پریري، ټیکساس» کې ترسره شي.
د ۲۰۲۴ کال د شل اووره لوبو نړیوال جام به د جون په لومړۍ پیل او د همدې میاشتې تر ۲۹مې نېټې به دوام وکړي.