Asset 1SWN

سلام وطندار

بغلان کې د پلاسټیکي لوښو د کارونې زیاتوالی؛ ډاکټران: روغتیا ته زیان رسوي

3

د بغلان مرکز پلخمري ښار يوشمېر اوسېدونکي وايي، دې وروستيو کې د دغه ښار په رستورانتونو او د سړکونو تر غاړو د خوراکي توکو په هټیو او غرفو کې د پلاستیکي لوښو کارول ډېر شوي دي.

د بغلان دوو اوسېدونکو عبدالسمیع او محمد اکبر سلام وطندار ته وویل چې د رسټورانټونو له‌خوا په پلاسټیکي او یو بار مصرف لوښو کې پېردونکو ته د خوړو ورکړه ډېره شوې او په وینا یې، دغه لوښي روغتیا ته زیان رسوي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

هغه وویل: «څنګه چې تاسو وینئ، دې وروستیو کې پلاسټیکو لوښو کې د ګرمو خوړو اخیستل ډېر شوي، کاریګرو ته یې په پارسلي لوښو کې ورکوي، دا ډېر مضر دي او له خامو موادو جوړ شوي چې پلاسټیک دي. د روغتیا لپاره مضر دي.»

له دې سره، پلخمري ښار کې د یخني او جوس يوشمېر پلورونکي او د رسټورانټونو مالکان وايي، دوی هم غواړي له ښيښه‌یي لوښو استفاده وکړي؛ خو په وینا یې، خلک غواړي چې خواړه په پلاستیکي لوښو کې واخلي.

د پلخمري ښار یوه جوس‌پلورونکي نصرت‌الله وویل: «پلاسټیکي بوتلونه له کلپونو اخلو چې پاک دي، د ورځې له ۱۵ تر ۲۰ افغانۍ مصرفوو، اوس ژمی دی او د زردګې اوبه څوک په‌کې نه‌څښي، ځکه زېړ وي.»

په همدې حال کې د یخنۍ یو پلورونکی شفیق‌الله بیا وايي چې خلک خپله په لاسټیکي لوښو کې د یخنۍ غوښتنه کوي. «خلک وايي، موږ ته یې ژر واچوه چې عجله لرو، ګنې موږ هم خوښ یو چې ښښي ګېلاس کې یې ورکړو او لګښت مو هم کم وي. پلاسټیکي ګېلاس درې افغانۍ موږ ته تمامېږي، پلاسټیک پاک نه‌وي.»

یوشمېر ډاکټران بیا پلاستیکي لوښو کې د ګرمو خوړو کارول خطرناکه بولي او د پلخمري ښار له اوسېدونکو غواړي چې د پلاستیکي لوښو پر ځای له ښيښه‌یي او کاغذي لوښو کار واخلي.

د بغلان د عامې روغتیا ریاست د چاپېریال ساتنې برخې مسوول ډاکټر رفیع عارف سلام‌وطندار ته وویل: «له پلاسټیکي لوښو استفاده ډېرې خطرناکې پایلې لري. د پلاسټیکي لوښو پر ځای دې له کاغذي او ټوټه‌يي ګټه واخلي. همداراز د یو بار مصرف لوښو پر ځای دې د چای او قهوې څښلو لپاره له ښښي ګېلاسونو ګټه واخلي. د خوړو لپاره دې هم له پلاسټیکو لوښو ډډه وشي.»

سلام‌‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

د یادونې ده چې له تېرې یوې لسیزې راهیسې د سړک پر غاړې د رستورانتونو او د خوراکي توکو د پلورنځیو له زیاتېدو سره، د پلاستیکي لوښو کارول هم زیات شوي، خو ډاکټرانو تل خبرداری ورکړی چې د پلاستیکي لوښو کارول، د سرطاني ناروغیو یو له لاملونو څخه دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام