د ځوانانو چارو معین ځوانانو ته: نظام پورې لاسونه ټینګ کړئ
د ځوانانو چارو معین محمدیونس راشد وايي چې ځوانان باید هوښیار واوسي او د دښمن د دسیسو ښکار نهشي.
نوموړي دغه څرګندونې کندهار ته د خپل یوه سفر پر مهال یوې غونډ ته په وینا کې کړې دي.
د ځوانانو چارو معین محمدیونس راشد وايي چې ځوانان باید هوښیار واوسي او د دښمن د دسیسو ښکار نهشي.
نوموړي دغه څرګندونې کندهار ته د خپل یوه سفر پر مهال یوې غونډ ته په وینا کې کړې دي.
د پکتيا ډنډپټان ولسوالي اوسېدونکو په خپل شخصي لګښت په څلور میلیونه او ۵۰۰زره افغانیو یو پُل جوړ او ګټېاخیستنې ته یې وسپاره.
یاد پُل «شنبه، مرغومې ۳۰مه» د سیمو اوسېدونکو او چارواکو لهخوا ګټېاخیستنې ته سپارل شوی دی.
د اسراییلو او حماس ترمنځ جګړې سره هممهاله په سور سمندر کې د یمن حوثیانو لهخوا پر سوداګریزو کښتیو توغندیز بریدونو او د دغې ډلې پر وړاندې د امریکا او لوېدیځ پوځي غبرګونونو، په سیمه کې وضعیت نور هم کړکېچن کړی دی.
دې وروستیو کې د افغانستان دوو ګاونډیو هېوادونو پاکستان او ایران هم د یوه بل پر خاوره پوځي عملیات کړي دي.
په کندهار کې د میرویس حوزوي روغتون مسوولان وايي چې د تېرو کلونو په پرتله سږکال دغه روغتون ته پر خوارځواکۍ اخته لږ ماشومان د درملنې لپاره وروړل شوې دي.
یاد روغتون ته پر خوارځواکۍ اخته ګڼشمېر ناروغان مراجعه کوي، خو سږکال یې په شمېر کې د پام وړ کموالی راغلی دی.
د خوست د مرکز او ولسواليو د ځينو سيمو اوسېدوونکي وايي، سيمو کې يې څو کاله وړاندې د روغتيايي مرکزونو لپاره ودانۍ جوړې شوي، خو د نامعلومو لاملونو له امله غيرفعالې دي.
دوی وايي، که ياد روغتيايي مرکزونه فعاله شي، تر ډېره به خلکو ته روغتيايي اسانتياوې رامنځته شي.
د لوګر د صنعت او سوداګرۍ ریاست چارواکي وایي، د دغه ولایت محمداغې ولسوالي د صنعتي پارک د لومړي فاز کارونه بشپړ شوي او راتلونکې نوي کال کې به پانګوالو ته د صنعتي پارک د ځمکو وېش پيل شي.
په کابل کې د ترکیې سفیر جِنک اونال ویلي چې هېواد یې هېچا ته اجازه نه ورکوي چې په ترکیه کې یې د ا.ا پر وړاندې سیاسي او نظامي خوځښتونه وکړي.
نوموړي دا خبرې د پنجشنبې په ورځ د ریاستالوزرا له سیاسي مرستیال محمد عبدالکبیر سره په لیدنه کې کړې دي.
د سلاموطندار موندنې چې له دولتي ادارو څخه د ګوښه شویو ۱۸ ښځو سره د مرکو له لارې ترلاسه شوي، ښيي چې پنځلس هغو یې په رسمي او درې نورو په قراردادي توګه په دولتي ادارو کې کار کاوه، خو اوس له دندو ګوښه شوې دي.
د دغو موندنو پر بنسټ، څلور ښځې د کورنیو چارو وزارت، درې د لویې څارنوالي، دوه د کار او ټولنیزو چارو وزارت، دوه د چارو ادارې، دوه د نظامي پوهنتون، یوه د مالیې وزارت او یوه بله هم د سواد زدهکړې معینیت رسمي کارکوونکې وې.
د کار او ټولنیزو چارو وزارت لوړ پوړو چارواکو لوګر ته د خپل سفر په ترڅ کې د دغه ولایت د فني او مسلکي زدهکړو مرکز پرانیسته وکړه.
کابل کې د پاسپورټ یوشمېر غوښتونکي د یاد ریاست مخکې ته د بېنظمۍ او د ګڼېګوڼې له امله د شکایت ترڅنګ وايي، ساعتونه خپل نوبت ته په تمه پاتې کېږي.
د غور اوسېدونکي غلام سخي سخاوتمند د دغه ولایت مرکز فيروزکوه ښار کې د کلچو پخولو یوه کارخونه جوړه کړې چې ٢٥ ځوانان پهکې پر کار بوخت دي.
نوموړی سلاموطندار ته وايي چې د دغې کارخونې له جوړېدو څخه یې موخه د هغو ځوانانو لپاره د کار زمینه برابرول دي چې د وزګارتیا او بېوزلۍ له امله نورو هېوادونو ته کډوالي کوي.
ایران د تېرو دوو ورځو پرمهال پر پاکستان، عراق او سوریې توغندیز بریدونه کړي چې د یاد هېواد دغه پوځي اقدامات له ګڼو نړیوالو غبرګونونو سره مخ شوي دي.
د غبرګونونو په لړ کې پاکستان د یاد برید د پایلو په اړه خبرداری ورکړی او عراق هم د ملګروملتونو امنیت شورا ته له ایرانه شکایت کړی دی.
د کندهار سپینبولدک ولسوالي کې هغه هټۍ او منډوي تړل شوي چې پر کلدارو یې راکړه ورکړه کوله.
د سپینبولدک د اطلاعاتو او فرهنګ مدیر عليمحمد حقمل سلاموطندار ته وايي، یوازې د هغو کسانو هټۍ تړل کېږي چې وار-وار خبر ورکول شوی، خو بیا هم د افغانیو پر ځای یې پر بهرنیو اسعارو راکړه ورکړه کوي.
د پکتیا سیندیزې فرعي حوزې مسوولان وایي چې د یوې ګډې کمېټې له لوري د دغه ولایت تر ځمکې لاندې د اوبو کچې ساتنې او لوړېدو لپاره د ځینو کښتونو پر کرلو محدودیتونه لګول شوې دي.
دغه ګډه کمېټه له شپږو ریاستونو څخه جوړه شوې او کروندګرو ته به د هغو کښتونو د ډولونو د کرلو لارښوونې کوي چې لږو اوبو ته اړتیا لري.
د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې مسوولان وايي، د پاکستان حکومت له افغانستان سره په ټولو پنځو دروازو کې د باروړونکو موټرو له چلوونکو څخه د پاسپورټونو او ویزو غوښتنه کړې او دغه لارې یې د هغو د تګراتګ پر مخ تړلې دي. پاکستان تازه په خوست کې د غلامخان بندر هم د پاکستان تړلی دی.
د زابل محلي مسوولان وايي چې د دغه ولایت مرکز قلات ښار اړوند سیمه کې پر څه باندې ۱۰زره جریبه ځمکه د یوه صنعتي ښارګوټي د جوړېدو چارې پیل شوې.
د زابل مرستیال والي محیبالله حماس وايي چې دغه صنعتي ښارګوټی به درې بېلابېلې برخې ولري او پر ۱۰زره او ۳۰۰ جریبه ځمکه به جوړ شي.
د سلاموطندار په اړه
نشراتي سیاست او مسلکي اصول
د خصوصي حریم سیاست
له موږ سره اړیکه
کارموندنه
د معلوماتو او سندونو لېږل
له موږ سره د همکارۍ شرایط
شکایت
راډیويي خپرونې
فلم او تصویر
آر اس اس
په خبرپاڼه کې ګډون