Asset 1SWN

سپین‌بولدک کې د کلدارې کارونې له امله یو‌شمېر هټۍ تړل شوي

هټۍ

د کندهار سپین‌بولدک ولسوالي کې هغه هټۍ او منډوي تړل شوي چې پر کلدارو یې راکړه ورکړه کوله.

د سپین‌بولدک د اطلاعاتو او فرهنګ مدیر علي‌محمد حقمل سلام‌وطندار ته وايي، یوازې د هغو کسانو هټۍ تړل کېږي چې وار-وار خبر ورکول شوی، خو بیا هم د افغانیو پر ځای یې پر بهرنیو اسعارو راکړه ورکړه کوي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د نوموړي په وینا، هغه کسان چې پر بهرنیو اسعارو راکړه ورکړه کوي، تر نیولو وروسته به محکمې ته سپارل کېږي.

هغه زیاته کړه چې په وار وار یې هټۍ‌والو ته خبر ورکړی چې یوازې به پر افغانیو راکړه ورکړه کوي، خو ځینې کسان له دې پرېکړې سرغړونه کوي.

د سپین‌بولدک د اطلاعاتو او فرهنګ مدیر علي‌محمد حقمل ټينګار وکړ چې له سرغړونکو سره به جدي چلن وشي.

د سرپرست حکومت د مشرتابه څه موده وړاندې د یوه فرمان په صادرولو سره په ټول هېواد کې پر بهرنیو اسعارو راکړه ورکړه ممنوع اعلان کړه.

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

دې فرمان کې د ولایت، ولسوالیو او نورو اړوند مسوولانو غوښتنه شوې وه چې یاده پرېکړه په جدي توګه پلې کړي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام