د دولت له اتلسو ښځینه کارکوونکو سره د سلام‌وطندار مرکې؛ «منفک شوې یوو»

د سلام‌وطندار موندنې چې له دولتي ادارو څخه د ګوښه شویو ۱۸ ښځو سره د مرکو له لارې ترلاسه شوي، ښيي چې پنځلس هغو یې په رسمي او درې نورو په قراردادي توګه په دولتي ادارو کې کار کاوه، خو اوس له دندو ګوښه شوې دي.

د دغو موندنو پر بنسټ، څلور ښځې د کورنیو چارو وزارت، درې د لویې څارنوالي، دوه د کار او ټولنیزو چارو وزارت، دوه د چارو ادارې، دوه د نظامي پوهنتون، یوه د مالیې وزارت او یوه بله هم د سواد زده‌کړې معینیت رسمي کارکوونکې وې.

غور کې يوه ځوان لسګونه نورو ځوانانو ته د کار زمينه برابره کړې

د غور اوسېدونکي غلام سخي سخاوت‌مند د دغه ولایت مرکز فيروزکوه ښار کې د کلچو پخولو یوه کارخونه جوړه کړې چې ٢٥ ځوانان په‌کې پر کار بوخت دي.

نوموړی سلام‌وطندار ته وايي چې د دغې کارخونې له جوړېدو څخه یې موخه د هغو ځوانانو لپاره د کار زمینه برابرول دي چې د وزګارتیا او بې‌وزلۍ له امله نورو هېوادونو ته کډوالي کوي.

«پاکستان، عراق او سوریه» کې د ایران بریدونو ته غبرګونونه

ایران د تېرو دوو ورځو پرمهال پر پاکستان، عراق او سوریې توغندیز بریدونه کړي چې د یاد هېواد دغه پوځي اقدامات له ګڼو نړیوالو غبرګونونو سره مخ شوي دي.

د غبرګونونو په لړ کې پاکستان د یاد برید د پایلو په اړه خبرداری ورکړی او عراق هم د ملګروملتونو امنیت شورا ته له ایرانه شکایت کړی دی.

سپین‌بولدک کې د کلدارې کارونې له امله یو‌شمېر هټۍ تړل شوي

د کندهار سپین‌بولدک ولسوالي کې هغه هټۍ او منډوي تړل شوي چې پر کلدارو یې راکړه ورکړه کوله.

د سپین‌بولدک د اطلاعاتو او فرهنګ مدیر علي‌محمد حقمل سلام‌وطندار ته وايي، یوازې د هغو کسانو هټۍ تړل کېږي چې وار-وار خبر ورکول شوی، خو بیا هم د افغانیو پر ځای یې پر بهرنیو اسعارو راکړه ورکړه کوي.

پکتیا کې تر ځمکې لاندې د اوبو ساتنې لپاره پر ځینو کښتونو محدودیت لګول شوی

د پکتیا سیندیزې فرعي حوزې مسوولان وایي چې د یوې ګډې کمېټې له‌ لوري د دغه ولایت تر ځمکې لاندې د اوبو کچې ساتنې او لوړېدو لپاره د ځینو کښتونو پر کرلو محدودیتونه لګول شوې دي.

دغه ګډه کمېټه له شپږو ریاستونو څخه جوړه شوې او کروندګرو ته به د هغو کښتونو د ډولونو د کرلو لارښوونې کوي چې لږو اوبو ته اړتیا لري.